نړۍ

ټرمپ: محمد بن سلمان د خاشقجي له قضیې ناخبر و

په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ټرمپ او محمد بن سلمان لیدنه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان، چې تازه واشنګټن ته په سفر تللی، د جمال خاشقجي د قتل له قضیې هېڅ خبر نه درلود. خاشقجي د سعودي حکومت منتقد او د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې په استانبول کې د سعودي قونسلګرۍ دننه ووژل شو. ټرمپ له وليعهد څخه په کلکه دفاع وکړه.

خو د رویټرز له راپور سره سم، د ټرمپ دغه څرګندونې د امریکا د استخباراتي ادارو له موندنو سره په څرګند ټکر کې دي.

د خاشقجي د وژل کېدو لانجه، چې هغه د يوې امريکايي ورځپاڼې ليکوال او د سعودي مشرتابه توند منتقد و، يو ځل بيا د سپينې ماڼۍ په دفتر کې د رسنيو پر وړاندې راپورته شوه. دا ځکه چې د سعودي اوسنی عملي واکمن له نژدې اوو کلونو وروسته لومړی ځل سپينې ماڼۍ ته تللی او هڅه کوي هغه خراب شوی نړيوال اعتبار بېرته ورغول شي چې د دې پېښې له امله زیانمن شوی و.

ټرمپ وروسته اعلان وکړ چې سعودي عربستان به د امريکا د مهم متحد په توګه وپېژندل شي. دواړو هېوادونو د وسلو د پلور، د ملکي اټومي انرژۍ، ځېرکې ټېکنالوژۍ او مهمو منرالونو په اړه د نویو هوکړو خبر ورکړی.

د امريکا استخباراتي ادارې دې پایلې ته رسېدلي چې محمد بن سلمان د خاشقجي د نيولو يا وژلو اجازه ورکړې وه. وليعهد د دې امر ورکول رد کړي، خو د سلطنت د اصلي واکمن په توګه یې د پېښې مسئوليت منلی دی.

ټرمپ، چې بن سلمان يې ترڅنګ ناست و، خبریالانو ته وويل: «ډېر خلک هغه سړی نه خوښوي چې تاسو یې يادونه کوئ؛ که يې څوک خوښوي او که نه. ځينې پېښې وشوې، خو دی پرې نه و خبر. او موږ کولای شو خبره همدلته ختمه کړو.»