کډوالي

پاکستان په یوه ورځ کې ۷۸۴۹ افغان کډوال وایستل

د طالبانو د کډوالو چارو کمېسیون وايي، چې تېره ورځ (دوشنبه، ۲۶ عقرب) پاکستان ۷۸۴۹ افغان کډوال هېواد ته اړولي دي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، په ورته مهال کې ۳۸۲ تنه نور افغانان هم له ایران څخه په جبري او اختیاري توګه افغانستان ته راستانه شوي دي.

راپورونه وايي، دغه کډوال پر ډیورنډ فرضي کرښه د تورخم، سپین بولدک، اسلام قلعه او د ورېښمو پل له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان یوه ورځ مخکې هم ۷۷۴۴ افغان کډوال هېواد ته اړولي وو، چې ډېری یې په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه شوي وو.

د طالبانو د کډوالو چارو کمېسیون په وینا، د دې زیاتېدونکي اخراج لړۍ وروسته له هغه تېزه شوې چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د افغان کډوالو د نیولو او جبري اخراج امر صادر کړ.

د راپورونو له مخې، د پاکستان پولیسو په دې موده کې په بېلابېلو سیمو لکه د اسلام اباد په فیصل ټاون، راولپنډۍ او نورو ښارونو کې ګڼ شمېر افغانان نیولي او بیا یې د اخراج لپاره موقتي کمپونو ته لېږدولي دي.

په ورته وخت کې ایران هم له اسرایل سره له دولس ورځنۍ جګړې وروسته د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه کړې ده. په دې پروسه کې تر اوسه زرګونه کورنۍ پرته له دې چې خپلې اړتیاوې، سامانونه او معاملې د ایران له ښاریانو سره بشپړې کړي، افغانستان ته ستنې شوي دي.