د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو مرکز د افغانانو لپاره له کورنۍ سره د یوځایکېدلو ویزې د ثبت څرنګوالی او شرایط اعلان کړي دي. د دغه مرکز په وینا، هغه افغانان چې تر شړل کېدلو وړاندې یې د «سرشمېرنې پاڼه» درلوده، کولای شي له کورنۍ سره د یوځایکېدلو ویزې لپاره غوښتنه وکړي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه افغانان چې د سرشمېرنې پاڼه یې لرله او وروسته د «بېرته ستنېدلو پاڼې» په ترلاسه کولو افغانستان ته ستانه شوي، که په ایران کې یې مور، پلار، مېړه یا مېرمن د اعتبار وړ اقامتي اسناد ولري، حق لري چې د دې وېزې لپاره غوښتنلیک وړاندې کړي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دې وېزې غوښتنه د «کفالت» دفترونو له لارې کېږي او اړوند اسناد باید وسپارل شي. د دې وېزې بیه ۱۰۰ یورو ټاکل شوې ده.
یادې ادارې په خبرپاڼه کې ویلي چې د غوښتنلیک د ثبت لپاره باید د متقاضي پلار، مور، مېړه یا مېرمن خپل د کفالت اړوند دفتر ته مراجعه وکړي.
د دې وېزې لپاره هغه کسان چې کولای شي د متقاضي پر ځای اقدام وکړي، په لاندې ډلو کې راځي:
- د ایرانۍ ښځې مېړه او ماشومان،
- د ایراني سړي ښځه او ماشومان،
- او د هغو کسانو مېړه او ماشومان چې د اعتبار وړ اقامتي اسناد لري، لکه: د کورني پاسپورت لرونکي، د اقامتي پاسپورت لرونکي، د «۱۹» ازموینې کارت او د اقامت کتابچه لرونکي کسان.
د دې وېزې لپاره لازم اسناد په لاندې ډول دي:
- د بلونکي د اعتبار وړ اقامتي سند،
- د غوښتونکي د پاسپورت د انځور لرونکې پاڼې سکین،
- نکاحخط،
- او د ماشومانو لپاره د زیږون کارت.
راپورونه زیاتوي چې د دې ویزې ۱۰۰ یورو فیس به د ایران په ډیپلوماټیکه نمایندګۍ (سفارت) کې په کابل کې تر لاسه کېږي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت اړوند مرکز ویلي چې د دې پرېکړې موخه د کورنیو د یوځایکېدلو اسانتیا او په ایران کې مېشتو افغان کډوالو ته د لا اسانه خدمتونو برابرول دي.
