د پاکستان حیدراباد ښار کې د چاودنې له امله لږتر لږه ۶ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه چاودنه د شنبې په ورځ، د سند ایالت حیدراباد ښار کې د هاوان مرمیو فابریکه کې شوې ده.
د حیدراباد مرستیال کمېشنر زینالعابدین له ډان ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې د پېښې له ځایه پنځم جسد هم موندل شوی.
هغه زیاته کړې:
«موږ ۷ ټپیان لرو چې د درېیو روغتیايي حالت ډېر خراب دی.»
د حیدراباد مرستیال کمېشنر سعود لوند ویلي چې په دغه کور کې هاوان مرمۍ په غیرقانوني توګه تولیدېدې چې هېڅ ډول جواز یې نه درلود. هغه زیاتوي: «موږ به اصلي وضعیت هغه وخت شریک کړو چې د ژغورنې عملیات پای ته ورسېږي.
داسې راپورونه هم شته چې هلته ځینې کسان او ماشومان په کار بوخت وو؛ موږ هڅه کوو هغوی وژغورو.»
پاکستاني رسنیو د چارواکو له خولې ویلي چې د چاودنې له امله لګېدلی اور ژر کنټرول شوی، خو د چاودنې زور دومره زیات و چې د ودانۍ ډبرې څو متره لرې غورځېدلې دي.
