افغانستان

د سالنګ لویې لارې تونل کې د قیر اچونې کار پېل شو

د طالبانو تر واک لاندې ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی چې د سالنګ لویې لارې ځینې برخې، په ځانګړي ډول د تونل او د ۱۵ او ۱۶ ګالریو داخل، د محافظتي لایې د قیر اچونې (آسفالت‌ریزي) کار پېل شوی دی. مخکې له دې، یادې برخې کانکرېټ شوې وې او اوس د کانکرېټ د ساتنې او د لارې د کیفیت د ټینګښت لپاره د پروژې د تخنیکي مشخصاتو او ډیزاین په اساس قیر اچونه روانه ده.

د یاد وزارت له خوا موټرچلوونکو او عامو خلکو څخه غوښتنه شوې چې د تونل په تېرېدو کې د ترافیک قوانینو ته پوره پام وکړي، له سبقت«آور ټېک» څخه ډډه وکړي او د پروژې له پرسونل سره په همکارۍ کې پاتې شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ګالري ۱۵ د کانکرېټ پر محافظتي پوښ د قیر اچونې کار مخکې له مخکې بشپړ شوی دی، او کار به د نورو ګالریو په ترتیب سره پرمخ لاړ شي.