د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق، د نومبر پر ۱۲مه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څلورمې کمیټې کې د ځانګړو سیاسي ماموریتونو په اړه وینا وکړه او ویې ویل چې د طالبانو د حکومت د غیر ځواب ویونکي چلند او د ټولګډونه نظام د نه جوړېدو له امله میلیونونه افغانان له سختو اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ سره مخ شوي دي.
فایق په خپله وینا کې وویل چې افغانستان خپل دریځ د عدم انسلاک غورځنګ له اعلامیې سره همغږی بولي او د ملګرو ملتونو د ځانګړو سیاسي ماموریتونو د هڅو ستاینه کوي، چې د سولې، ثبات، بشري حقونو او د قانون د حاکمیت د ټینګښت لپاره مهم رول لري.
هغه د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه وویل چې هېواد له پراخو ننګونو سره مخ دی، لکه: اقتصادي سقوط، پراخ بشري ناورین، د بشري حقونو سرغړونې، د ترهګرۍ ګواښ او د ښځو او نجونو له اساسي حقونو محرومیت.
نوموړي ټینګار وکړ چې د طالبانو د ناکامۍ له امله د ټولګډونه او ځواب ویونکي حکومت د نه جوړېدو پایله د افغانانو پر ژوند جدي اغېز کړی او هغوی میلیونونه خلک په فقر کې اچولي دي.
فایق په ځانګړي ډول د یوناما رول وستایه او یادونه یې وکړه چې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ حضور د سولې، ثبات، د حکومتدارۍ ټولشموله چوکاټ، د بشري حقونو څار، او د ښځو او نجونو د وضعیت ښه کولو لپاره حیاتي اهمیت لري. هغه ټینګار وکړ چې د بشري مرستو وېش باید شفاف، بېطرفه او د زیانمنو اقشارو د اړتیاوو پر اساس وي.
نوموړي د دوحې د سیاسي بهیر په اړه وویل چې دا بهیر تر اوسه ملموسه نتیجه نه ده ورکړې، خو که د ملګرو ملتونو له لارې د یوې واحدې نړیوالې ستراتیژۍ، روښانه سیاسي نقشې او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په ټاکلو سره پرمخ ولاړ شي، نو کولای شي اغېزمن ثابت شي.
فایق همدارنګه ټینګار وکړ چې د افغانستان راتلونکی د مشروع، ټولشموله، د عدالت او د قانون پر بنسټ د خلکو د ارادې حکومت پورې تړلی دی، او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له افغانانو، په ځانګړي ډول له ښځو او نجونو، ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه وویل چې ځانګړي سیاسي ماموریتونه باید د ملګرو ملتونو منشور، شفافیت، شمولیت او ملي مالکیت په بشپړه توګه رعایت کړي.
