د طالبانو چارواکو د پنجشیر ولایت په یوه غونډه کې د «پارنده» برېښنا بند د بشپړولو او ګټې اخیستنې خبر ورکړی دی. دا بند چې د څلور میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، له اوبو په وسیله انرژي تولیدوي او د برښنا شرکت په وینا، له څلور زرو زیات کورونه او دولتي ادارې به له ثابتې برېښنا څخه برخمنې کړي.
د دغه بند د جوړولو قرارداد په ۲۰۱۱ کال کې د هغه وخت د انرژۍ او اوبو وزارت او د «کانتشکست» خصوصي شرکت ترمنځ لاسلیک شوی و، او تمه کېده چې د دوو کلونو په موده کې بشپړ شي، خو له ۱۴ کلونو ځنډ وروسته اوس پای ته رسېدلی دی.
د برښنا شرکت اجرایي رییس عبدالباري عمر، د پرانېستې په مراسمو کې وویل: «د دغه بند کار په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوی و، خو تېر حکومت ونه توانېد چې دا پروژه بشپړه کړي. نن موږ دا پروژه له بهرني مالي ملاتړ پرته، د داخلي سرچینو په وسیله ګټې اخیستنې ته سپارو.»
هغه زیاته کړه چې د بند د جوړولو ټول لګښت نږدې اته میلیون ډالره شوی دی.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، هم په دې مراسمو کې وویل چې د انرژۍ تولید له داخلي سرچینو څخه د طالبانو د حکومت ستراتیژیک لومړیتوب دی، او د پارنده بند پروژه د همدې تګلارې یوه بېلګه ده.
نوموړي وویل: «په ننني نړۍ کې برېښنا د تمدن روح دی. افغانستان د انرژۍ د تولید پراخه وړتیا لري، او موږ هڅه کوو له دغې وړتیا اعظمي ګټه واخلو.»
په پنجشیر کې د طالبانو والي محمد آغا حکیم، دغه پروژه د سیمې د خلکو لپاره د خدمت یو مهم ګام وبللو او ویې ویل چې دا د حکومت د ژمنتیا نښه ده.
یاده دې وي چې افغانستان تر ډېره د برېښنا وارداتو ته متکي هېواد دی. د برېښنا شرکت د رسمي شمېرو له مخې، له ۷۵ سلنه زیاته برېښنا له ازبکستان، تاجکستان، ایران او ترکمنستان څخه واردېږي، او یوازې ۲۰ تر ۲۵ سلنه اړتیا د هېواد له داخلي بندونو او کوچنیو برېښنا فابریکو پوره کېږي.
