افغانستان

واشنګټن پوسټ: د افغانستان د تریاکو د تولید د کمزوري کولو لپاره د سی‌ آی‌ اې پټ عملیات ترسره شوي

د امریکا  واشنګټن پست ورځپاڼې د یو نوي څېړنیز راپور له مخې، د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې  سي آی اې د افغانستان د تریاکو د تولید او صادراتو د کمزوري کولو لپاره د یو لړ پټو او فوق‌العاده محرم عملیاتو مشري کړې ده. دغه عملیات د امریکا د جګړې په کلونو کې، د افغانستان په سوېل او ختیځ ولایتونو، په ځانګړي ډول هلمند او ننګرهار کې ترسره شوي دي.

د راپور له مخې، له ۲۰۰۴ تر ۲۰۱۵ میلادي کلونو پورې، سی‌ آی‌ اې د امریکا د هغه وخت د ولسمشر په مستقیم فرمان، د یو محرم پروګرام له لارې په شپنیو عملیاتو کې د جنګي الوتکو له لارې د مڼیزو بدلې شويو تریاکو تخمونه په دغو سیمو کې خپاره کړي وو.

هدف یې دا و، چې د دغو تخمونو له حاصلاتو راوتلې بوټې د عادي خشخاش پر خلاف د نشه‌يي موادو مؤثره مواد (الکالوئیدونه) ونه لري، خو ښکلي ګلان یې د بزګرانو پام ځان ته راواړوي.

د راپور په وینا، د دغه پلان موخه دا وه چې دغه نوي بوټي له اصلي افغان خشخاش سره ګډ شي او ورو ورو د افغانستان د تریاکو په عمومي نباتي ترکیب کې حاکم شي. په دې توګه به د هروئین د تولید کیفیت راټیټ او نړیوال تجارت یې اغېزمن شي.

ویل شوي چې دا عملیات د هغه وخت د افغانستان د حکومت، په ځانګړي ډول د ولسمشر حامد کرزي، له خبرتیا پرته ترسره شوي دي. آن د امریکا د سپینې ماڼۍ، پنټاګون او د بهرنیو چارو وزارت ځینې لوړپوړي چارواکي هم له دې عملیاتو ناخبره پاتې شوي وو.

سره له دې، د عملیاتو د قانوني کولو لپاره د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج بوش یو محرم فرمان، چې «فایندینګ» نومېده، صادر کړی و.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، دا پروګرام د سي آی اې د مخدره موادو ضد مرکز له‌خوا جوړ شوی و او مالي لګښتونه یې خورا لوړ وو، خو د اوږدمهاله اغېز په اړه یې شکونه موجود دي. د امریکا ځینو پخوانیو امنیتي چارواکو ویلي چې دا عملیات په لنډ مهال کې اغېزمن وو، خو وروسته یې پایله له لاسه ورکړه.

وروسته له دې، امریکا هڅه وکړه چې دغه تجربه د مکسیکو په تریاکو کروندو کې هم تکرار کړي، خو د هغو سیمو د غرنیو جغرافیو له امله دا طرحه ناکامه شوه.

په راپور کې راغلي، د کلونو په اوږدو کې افغان بزګران دا باور درلود چې «بهرنیان» د تریاکو تخمونه بدل کړي یا د هغوی په سرې او بڼوالو کې ناروغۍ ګډې کړې دي – اوس څرګنده شوې چې د دغو شایعو یوه برخه ریښتیا وه.

د امریکا د افغانستان د بیا رغونې د ځانګړي سرمفتش (SIGAR) د راپور له مخې، امریکا شاوخوا ۹ میلیارده ډالر د مخدره موادو د تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره مصرف کړي، خو د CIA د همدغه عملیات په ګډون هیڅ یو یې د تریاکو د تولید په دوامدار کمښت نه‌دی پای ته رسولی.

په پای کې، تر ۲۰۲۱ کال د امریکا تر وتلو پورې، د تریاکو تجارت د افغانستان د ناخالصو کورنیو عوایدو شاوخوا ۱۴ سلنه جوړاوه.

وروسته له دې چې طالبان واک ته ورسېدل، د تریاکو کرنه یې بنده کړه. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، له دې بندیز وروسته په ۲۰۲۳ کال کې د خشخاشو کرونده ۹۵ سلنه کمه شوې وه، خو تازه ارقام ښيي چې په تېر کال کې دا کچه بېرته ۱۹ سلنه لوړه شوې او کرنه شمال ختیځو ولایتونو ته انتقال شوې ده.