د طالبانو د حج او اوقاف وزارت د ۱۴۰۵ کال د حاجیانو لپاره په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدسو مشاعرو (منی، مزدلفه او عرفات) کې د خدمتونو وړاندې کولو په هدف د سعودي عربستان له مشهورو خدماتي شرکتونو سره قراردادونه لاسلیک کړل.
دغه قراردادونه د سعودي عربستان په جده ښار کې د حج او عمرې د خدمتونو په تړاو د دایر شوي نړیوال کنفرانس او نندارتون په ترڅ کې لاسلیک شول، چې د طالبانو د استازولۍ په توګه د مکې مکرمې او مدینه منوره د حج دواړو کونسلانو پکې ګډون کړی و.
د خبرپاڼې له مخې، د «ضیوف البیت» شرکت له اجرائیوي رئیس، ډاکټر أسامه ابو العلا، او د «رواف منی» شرکت له رئیس، ډاکټر زهیر عبدالحمید سره تړونونه لاسلیک شوي دي. دغه شرکتونه، چې د څو لسیزو تجربه لري او د سعودي اړوندو مراجعو لخوا یې فعالیتونه مثبت ارزول شوي، مکلف دي د حج موسم پر مهال په مقدسو مشاعرو کې افغان حاجیانو ته د ټرانسپورټ، خیمو، هستوګنې، خواړو او نورو اړینو اسانتیاوو خدمتونه برابر کړي.
همدارنګه، د حاجیانو د روغتیايي وضعیت د ښه څارنې او لوړ کیفیت لرونکو خدمتونو لپاره د مکې مکرّمې له مشهور روغتون مستشفی مرکز مکة الطبي سره هم ځانګړی تړون لاسلیک شو. د دغه روغتون مسؤل، ډاکټر جسار السبیعي، به د وزارت د طبي بعثې او روغتیايي ټیمونو د خدمتونو د اشراف مسؤولیت پر غاړه ولري، او د اړتیا پر مهال به متخصص ډاکتران او تخنیکي کارکوونکي د افغان حاجیانو د درملنې په چارو کې له وزارته استول شویو ډاکترانو سره همکاري وکړي.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، یادې هڅې د افغان حاجیانو د خوندي، منظم او باکیفیته خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ترسره شوي دي.
