د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، د ایران اټومي دوسیه د سیمې د امنیت لپاره ځانګړې اهمیت لري او د خپل وروستي رسمي سفر پر مهال یې د امریکا له چارواکو سره د دغې موضوع په اړه مفصلې خبرې کړې دي.
د ترکيې د «یېني شفق» ورځپاڼې د راپور له مخې، فیدان د چهارشنبې په سهار خبریالانو ته وویل:
“موږ له امریکایي چارواکو سره په څو جلا لیدنو کې د ایران د اټومي خبرو په اړه د ترکیې دریځ په بشپړ ډول تشریح کړ.”
هغه زیاته کړه چې دا موضوع د سیمې د ثبات او د لا نورو کړکېچونو د مخنیوي لپاره حیاتي ده، او ترکیه د دې شخړې د حل لپاره د ډیپلوماټیکو لارو او څو اړخیزو همکاریو ملاتړ کوي.
فیدان همدارنګه وویل چې له امریکایي چارواکو سره یې د سیمهییزو مسایلو په اړه هم پراخې خبرې کړې، چې پکې د سوریې په شمال او جنوب کې د کړکېچونو د مدیریت لارې، د «قیصر» قانون اغېزې، او د سوریې د ثبات او یووالي ساتلو موضوعات شامل وو.
هغه څرګنده کړه چې د امریکا د منځني ختیځ له ځانګړي استازي استیو ویتکاف او د انقرې له سفیر توماس باراک سره یې د غزې د اوربند د خنډونو په اړه هم خبرې کړې دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د روسـیې او اوکراین د جګړې په اړه یې هم له امریکایي چارواکو سره مفصل بحث کړی او ټینګار یې کړی چې ترکیه چمتو ده د واشنګټن سره په ګډه د دې بحران د پای ته رسولو لپاره دیپلوماتیک حل لارې ولټوي.
