افغانستان

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام د کابل په ۲ ولسوالیو کې د ښوونځیو لپاره ډیجیټل مرکزونه پرانیستل

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام وايي، چې د کابل ولایت په استالف او موسهي ولسوالیو کې  یې د ښوونځیو لپاره نوي ډیجیټلي مرکزونه پرانیستل.

دغه مرکزونه زده‌کوونکو ته کمپیوټرونه، مسلکي ښوونکي، ځانګړي تعلیمي نصابونه او د انټرنیټ اسانتیاوې برابروي، چې زده کوونکي او په ځانګړې توګه نجونې وکولی شي عصري زده کړو ته لاسرسی ولري.

د دې ښوونځیو بریښنا د لمریزې انرژۍ له لارې د سیسیها پروژې له لارې برابره شوې، ترڅو زده‌کوونکي په دوامداره توګه له ټکنالوژۍ ګټه واخلي او د عصري تعلیم امکاناتو ته لاسرسی ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو سخت محدودیتونه لګېدلي دي. د دوی پالیسي له مخې نجونې د منځنیو او لوړو زده‌کړو نه شي ترلاسه کولی، چې له امله یې میلیونه نجونې د زده‌کړو له اساسي حق څخه بې برخې شوې دي.

 دغه بندیزونو نه یوازې د نجونو تعلیمي فرصتونه محدودوي، بلکې د هغوی د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ مخه هم نیسي.

 د ښځو د ښوونې او روزنې په برخه کې له نړیوالو هڅو سره سره، د طالبانو محدودیتونه د ټولنې پرمختګ، د ښځو اقتصادي مشارکت او د راتلونکو نسلونو د روزنې په برخه کې جدي ستونزې رامنځته کړي دي. د نجونو د زده‌کړو بیرته پیل او دوام د افغانستان د اوږدمهاله سولې او ثبات لپاره اړین ګڼل کېږي.