افغانستان سیاست

سرچینه: نوي ډیلي کابل کې د خپل سفارت امنیت په تړاو اندېښنه ښودلې

په داسې حال کې، چې هند له طالبانو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا په هڅه کې دی، د طالبانو بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې آمو ته ويلي، هند غواړي له طالبانو سره خپلې ډيپلوماتيکې اړيکې د سفير تر کچې لوړې کړي، خو د امنيتي اندېښنو له امله لا هم له احتياط نه کار اخلي او د خپل سفارت کارکوونکو د خونديتوب غوښتنه کوي.

د هند بهرنيو چارو وزارت وياند، رندهير جېسوال، پرون وويل چې د کابل ماموريت يې اوس له تخنيکي دفتره په رسمي سفارت بدل شوی او هېواد يې د سفارت د فعاليتونو، دندو او ظرفيت د پياوړتيا په اړه ارزونې کوي.

هغه زياته کړه: «موږ خپله نمايندګي د سفارت په کچه لوړه کړې ده او دا مهال د دې د چارو، مسؤليتونو او ظرفيت د زياتوالي پر لارو چارو غور کوو.»

سرچينې ويلې چې نوي ډیلي ته د طالبانو د بهرنيو چارو وزير د تېرې مياشتې د سفر پر مهال ، هند د خپلو ډيپلوماتانو د امنيت مسئله جدي بللې وه.

د سټارټ نيوز ګلوبل خبري آژانس هم راپور ورکړی چې هند له طالبانو سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د لوړولو پر مهال د خپلو ډيپلوماتانو د امنيت په اړه اندېښنې لري او ښايي ډېر ژر د طالبانو له لوري يو استازی نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت چارو سمبالونکي په توګه وګومارل شي.

افغانستان په هند کې د نوي ډیلي تر څنګ دوه قونسلګرۍ هم لري، او هند په کابل سربېره په ننګرهار، هرات او بلخ کې خپل قونسلګرۍ لري.

شنونکي وايي د هند او طالبانو تعامل د دې لامل شوی چې د سيمې د دواړو رقيبو هېوادونو، هند او پاکستان، اړيکې له طالبانو سره په بېلابېلو مسيرو روانې شي؛ په داسې حال کې چې د پاکستان او طالبانو تر منځ اړیکې اوس له سختو سياسي او پوځي تاوتريخوالي حالت کې دي