افغانستان رسنۍ

خبرېالې او د «افغان ټایم» رسنۍ مسوولې سلما نیازۍ د «ون یانګ ورډ»د زړوتیا کلنۍ جایزه ګټلې ده

سلما نیازۍ
سلما نیازۍ جرمني کې د «ون ینګ ورډ کلني ایوارډ» ترلاسه کولو عکس

افغان خبریالې سلما نیازۍ د «ون ینگ ورډ» د غوره خبرېالې کلنی ایوارډ او «د لیرا مک‌کي زړورتیا» نړیواله جایزه ترلاسه کړه

سلما نیازۍ د افغانستان له فعالو ښځینه ژورنالستانو او د «افغان ټایمز» خپرونې مسؤله، ده، چې د جرمني مونیخ ښار کې د «One young world» د ون ینگ ورلډ نړیوال کنفرانس پر مهال له دوو مهمو نړیوالو ژورنالېستي جایزو ــ او « لایرا مک‌کي» ـزړورې خبرېالې جایزه ترلاسه کړې ده.

د «ون ینگ ورلډ د کال خبریال» جایزه هغو ځوانو خبریالانو ته ورکول کېږي چې د خپل کار له لارې د مثبت بدلون لپاره نورو ته الهام بخښي.

سږکال درې خبریالان له بېلابېلو هېوادونو غوره شوي، چې سلما نیازی د افغان ښځو د غږ رسولو، زړورتیا او ژمنتیا له امله د دغې جایزې مستحقه وپېژندل شوه.

د «لیرا مک‌کي د زړورتیا» جایزه د بلفاست وژل شوې خبریالې لیرا مک‌کي په یاد لمانځل کېږي، او هغو خبریالانو ته ورکول کېږي چې د حقیقت لټون، رښتینولي او زړورتیا بېلګه وي.

میرمن سلما نیازۍ د دې جایزې ترلاسه کولو په مهال وویل:

«دلته درېدل او دا جایزه ترلاسه کول د ژوند تر ټولو لوی ویاړ دی. دا جایزه د افغانستان ښځو ته وړاندې کوم، هغو ښځو ته چې زړورتیا یې ډېر کله نه لیدل کېږي، غږ یې چوپ ساتل کېږي، خو خوبونه یې هېڅکله نه ماتېږي.»

هغې زیاته کړه:

«موږ له وسلې سره نه جنګېږو؛ موږ د زړورتیا، د کلمو او د امید له لارې مبارزه کوو.»