کابل کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې نن سهار (شنبه) د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې – JICA له لوري برابرې شوې بیړنۍ مرستې کابل ته رسېدلې دي او د افغان سرې میاشتې ټولنې او د نړیوالې صلیب سرخ او سرې میاشتې فدراسیون ته سپارل شوې دي.
د افغانستان لپاره د جاپان سفارت وایي ، دې مرستو کې کمبلې او د خوب توشکونه شامل دي، چې د هېواد شمالي ولایتونو کې د نومبر په درېیمه زلزلې له امله زیانمنو شوو کورنیو ته به وویشل شي.
کابل کې د جاپان سفیر کینيچي ماساموتو، د مرستو د سپارلو پر مهال له زلزلهځپلو سره خواخوږي څرګندونه کړه او ویې ویل:
«هیله لرم دا بیړنۍ مرستې ژر تر ژره هغو کسانو ته ورسېږي چې ډېرې اړتیا ورته لري. د جاپان خلک په ځانګړي ډول په دې سختو شېبو کې د افغانستان له خلکو سره خواخوږي او همبستګي څرګندوي.»
تېرې اوونۍ د ۶.۳ درجې زلزلې د افغانستان شمالي ولایتونه ولړزول، چې په کې ۲۶ تنه مړه او تر زر زیات ټپیان شول.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، له دې زلزلې سره شاوخوا ۱۳۰۰ کورونه زیانمن شوي دي.
