افغانستان امنیت

جیو نیوز: استانبول کې د طالبانو او پاکستان مذاکرات د نظر اختلاف وروسته بې‌نتیجې شوي.

استانبول کې روان مذاکرات بې پایلې شوي

د طالبانو او پاکستان مذاکراتي پلاوي، چې استانبول کې د اوربند درېیم پړاو خبرو لپاره استانبول کې ناست دي، نن یې بیا د خبرو د ځنډ خبر ورکړل شوی.

د پاکستان جیو نیوز راپور ورکړی، چې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ په استانبول کې پېل شوي مذاکرات نن په دوېمه ورځ د یو لړ اختلافي خبرو وروسته بې‌نتیجې پای ته رسیدلي.

د جیو نیوز د راپور له مخې، اسلام‌اباد له طالبانو غوښتي وو چې د افغانستان له خاورې د ترهګریز فعالیتونه مهار کړي، خو د طالبانو پلاوي د دې غوښتنې منل رد کړي.

د راپور پر بنسټ، د دواړو لورو د خبرو درېیم پړاو د ترکیې او قطر په منځګړیتوب د تېرې میاشتې له خونړیو نښتو وروسته پیل شوی و، خو اوس «بن‌بست» ته رسېدلی دی.

ورته وخت کې، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ، د خبرو د ناکامۍ په تړاو ویلي:

«پاکستان د خپلو ورور هېوادونو ترکیې او قطر له منځګړیتوبه مننه کوي، خو د تروریزم د کنټرول بشپړ مسؤلیت د افغانستان پر غاړه دی، هغه ژمنه چې طالبان یې تر اوسه په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.»

نوموړي ټینګار کړی، چې اسلام‌اباد د افغانستان له ولس سره دښمني نه لري، خو د هغو کړنو ملاتړ نه‌شي کولی چې د افغانانو او د سیمې د هېوادونو په زیان وي.

هغه زیاته کړه، پاکستان به د خپل ملي حاکمیت او سیمه‌یز امنیت د خوندي ساتلو لپاره له ټولو ممکنو لارو کار واخلي.

تر دې وړاندې د اکتوبر په ۲۵مه د دواړو لورو د خبرو دوېم پړاو هم په استانبول کې ترسره شوی و، خو هغه هم بې‌پایلې پای ته رسېدلی و.

جیو نیوز وايي، طالبان په هغه پړاو کې هم د پاکستان د اندېښنو د منلو څخه ډډه کړې وه، هغه اندېښنې چې د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو پورې تړلې وې.

په هغه وخت کې د ترکیې او قطر منځګړیو د دواړو لورو ترمنځ د لنډمهاله اوربند په دوام قناعت کړی و، او د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د خبرو له پای وروسته یو اعلامیه خپره کړې وه، چې پکې د اوربند د څارنې د میکانېزم پر جوړېدو ټینګار شوی و.

راپورونه ښيي چې پاکستان لا هم له طالبانو غواړي، له هغو ډلو فاصله ونیسي چې له افغانستان د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.

خو د طالبانو استازو ټینګار کړی، چې اسلام‌اباد باید د پخوانیو موافقو درناوی وکړي او له «د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې» ډډه وکړي.

دغه ځنډ او بې سرنوشت حالت وروسته له هغه رامنځته شوی، چې د روان کال د اکتوبر په ۱۹مه د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب او د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف په دوحه کې د اوربند پر موافقه لاسلیک کړی وو، هغه هوکړه، چې اوس د لغوه کېدو له خطر سره مخ ده.