نړۍ

امنیت شورا د سوریې پر ولسمشر د بندیزونو د لېرې کولو پرېکړه وکړه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ د امریکا د یوې طرحې په ملاتړ پرېکړه وکړه، چې له مخې یې د سوریې پر ولسمشر احمد الشراع لګېدلي بندیزونه لرې شول.

د پرېکړې له مخې، احمد الشراع او د کورنیو چارو وزیر انس حسن خطاب د داعش او القاعده د بندیزونو له لېسته وایستل شول. دا پرېکړه د شورا د ۱۵ غړو له ډلې ۱۴ هېوادونو تائید کړې، خو چین بې‌طرفه پاتې شوی.

ویل کېږي بندیزونه تر ډېره سمبولیک وو، ځکه د الشراع د بهرنیو سفرونو پر مهال هر ځل معاف کېدل. د شتمنیو د کنګل او د وسلو د بندیز پخواني تدابیر به هم لغوه شي.

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د نومبر په ۱۰مه نېټه الشراع په سپینه ماڼۍ کې ومني. ټرمپ ویلي، د سوریې ولسمشر د سولې د ټينګښت په لور “ښه پرمختګ” کړی دی.

احمد الشراع تېر کال د بشارالاسد رژیم نسکور کړی او په سیمه‌ییزو او نړیوالو چارو کې د یو نوي پړاو استازیتوب کوي.