د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د لړم ۱۴ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو له منځه یو شمېر باخبره سرچینو منلې، چې د طالبانو د استخباراتو د رییس عبدالحق وثیق په مشرۍ یو پلاوی، له پاکستاني لوري سره د درېیم پړاو مذاکراتو لپاره ترکیې ته تللی دی.

له دې سره هم‌مهاله، پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی، چې د اسلام‌آباد پلاوی هم ترکیې ته تللی او د راپورونو له مخې، د پاکستاني پلاوي مشري هم د دې هېواد د استخباراتو یا آی‌اس‌آی مشر عاصم ملک پر غاړه لري.