د افغانستان برېښنا شرکت اعلان کړی، چې د تاجکستان وارداتي برېښنا هغه لېږد مزي چې د تېرې شپې زلزلې له امله پرې شوي وو، بېرته نښلول شوي دي.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د دغه مزي د ترمیم چارې د تخنیکي ټیمونو له لوري په چټکۍ سره ترسره شوې او اوس د تاجکستان وارداتي برېښنا جریان بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.
یاد شرکت زیاته کړې، چې د برېښنا د ټیمونو هڅه دا ده څو د طبیعي پېښو پر مهال د برېښنا خدمتونه په لنډ ممکن وخت کې بېرته فعال کړي، څو د خلکو ورځني ژوند او اقتصادي فعالیتونه له اوږدې ګډوډۍ سره مخ نه شي.
د امریکا د جیولوژي سروې ادارې د معلوماتو له مخې، دا زلزله د ځمکې له سطحې ۲۸ کیلومتره ژوره وه او د مزارشریف ښار او سمنگان ولایت شاوخوا سیمې یې ښورولي دي، جې له امله یې د تاجیکستان وارداتي برېښنا مزي پرې شوې وو.
