کډوالي

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو استازي د چین له سفیر سره د افغان کډوالو د راستنېدنې اړوند لیدلي


د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال نن په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل او د هغو افغان کډوالو د وضعیت په اړه یې خبرې وکړې، چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانېږي.


په دې لیدنه کې دواړو لورو د ګډو همکاریو د پیاوړتیا، د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ، او د بشري مرستو د همغږۍ پر لارو چارو بحث وکړ.


نوموړي د څو اړخیزې همکارۍ پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې نړیواله همکاري د هغو افغانانو د دوامدار ملاتړ لپاره حیاتي ده، چې له اوږدې کډوالۍ وروسته خپل هېواد ته ستنېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې، یوازې له ایران څخه د ۲۰۲۵ کال د مارچ له پېل راهیسې شاوخوا ۱,۱ میلیون افغان کډوال راستانه شوي او له دې ډلې بشپړه ۱,۰۸۳,۰۰۰ تنه د ایستنې (دیپورټ) په توګه ثبت شوي دي.

د وروستیو معلوماتو له مخې، له پاکستان څخه هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په پراخه کچه روانه ده. یاده اداره وایي، له ۲۰۲۳ کال د نومبر له میاشتې راهیسې تر ۲۰۲۵ کال د اکتوبر تر پایه پورې شاوخوا ۲.۳ میلیونه افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي