د طالبانو د طبيعي پېښو د مدیریت وزارت وايي، د تېرې شپې زلزلې له امله په بلخ او سمنګان ولایتونو کې تر دې دمه لږ تر لږه ۲۸ تنه مړه شوي او شاوخوا ۳۵۰ نور ټپیان دي.
دغه زلزله تېره شپه شاوخوا یوه بجه د هېواد په شمالي سیمو کې وشوه چې مرکز یې د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ بلل شوی دی. د راپورونو له مخې، زلزله دومره زوروره وه چې ټکانونه یې د بلخ، جوزجان، سرپل او حتّی د کابل په ځینو برخو کې هم احساس شوي دي.
د طالبانو د چارواکو په وینا، د مرستندویو ټیمونو فعالیتونه د زیانمنو سیمو په مرکزونو کې دوام لري او هڅه کېږي چې د خاور لاندې کسان را وایستل شي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو دوو ولایتونو کې لسګونه کورونه په بشپړ یا جزوي ډول نړېدلي او ګڼو کورنیو ته مالي او انساني زیانونه اوښتي دي.
د امریکا د جیولوژي سروې ادارې د معلوماتو له مخې، دا زلزله د ځمکې له سطحې ۲۸ کیلومتره ژوره وه او د مزارشریف ښار او سمنگان ولایت شاوخوا سیمې یې ښورولي دي. یادې ادارې د «نارنجي خبرتیا» خپره کړې او ویلي یې دي، چې ښايي له دې زلزلې پراخ انساني او مالي تلفات واوړي.
