افغانستان

د بدخشان په څو ولسوالیو کې د نښتو دوام

تېرو ورځو کې د بدخشان ولایت په یفتل بالا، راغستان، کوهستان، ماي‌مي او کران‌و‌منجان ولسوالیو کې د نښتو خبرونه خپاره شول؛ هغه نښتې چې د طالبانو، له دې ډلې د جلا شوي قوماندان او مقاومت جبهې ځواکونو ترمنځ شوې وې.

کوهستان ولسوالۍ کې ځای ځای نښتې

داسې حال کې چې د دغو نښتو له پيل څخه تر دوو اونیو زیاته موده کېږي، د بدخشان ولایت یو اوسېدونکی نوید وایي، چې د دغه ولایت د کوهستان ولسوالۍ اړوند کافر دره سیمه کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ ځای ځای نښتې دوام لري.

هغه زیاتوي: «د دوو ورځو مخکې په جګړه کې، د بدخشان د فرقه‌یي قوماندان ملا حافظ دوه تنه کسان مړه او د هغوی پنځه تنه نور ځواکونه ټپیان شول. په دغو نښتو کې د مقاومت جبهې کسانو ته تلفات نه دي اوښتي.»

نوید په دوام کې څرګنده کړه، چې طالبانو خپل مړي او ټپیان په چورلکو کې د بدخشان ولایت مرکز فیض‌اباد ته لېږدولي دي.

راغستان ولسوالۍ کې د نښتې دوام

په همدې حال کې د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې مقاومت جبهې ته نږدې سرچینې تاییدوي چې د بدخشان په کوهستان، راغستان او شیوه ولسوالیو کې د جګړې مسوولیت ابوجعفر تاجکستانی پر غاړه لري.

د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکی سهراب د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «له تېرې ورځې راهیسې د بدخشان په شیوه سیمه کې د امارت (طالبانو) کسانو او مقاومت جبهې ترمنځ سخته جګړه شوې ده. په دې جګړه کې د امارت (طالبانو) ځواکونو ۹ تنه مړه او ۸ نور ټپیان شوي دي.»

هغه زیاتوي، چې د جګړې مشري د عبدالحمید مجاهد؛ هغه کس چې موده مخکې له طالبانو جلا شوی و او د اسلامي جمعیت اړوند قوماندان سید بحرالدین پر غاړه لري.

همدارنګه د طالبانو له منځه سرچینې، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي چې د طالب ځواکونو ترمنځ اختلافونه رامنځته شوي او په کشم، یفتل او ارګو ولسوالیو کې د تېرو دوو ورځو په جګړو کې یې له ګډونه ډډه کړې ده. د طالبانو او مقاومت جبهې مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه نښتې په داسې حال کې کېږي چې موده مخکې د طالبانو د دفاع وزیر «مولوي یعقوب» د بدخشان د امنیتي وضعیت د څېړنې په موخه دغه ولایت ته سفر کړی و او د هغه له سفر سره هممهاله د بدخشان ولایت شُکی ولسوالي د مقاومت جبهې لاس ته ورسېده او د دې ولسوالۍ څو تنه ځایي مسوولین هم د مقاومت جبهې له خوا ونیول شول.