د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزيون راپور ورکړی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د استانبول خبرې د پاکستان د غیرمنطقي غوښتنو له امله له پرمختګه پاتې شوې دي.
د راپور له مخې، پاکستاني پلاوي له طالبانو غوښتي چې د پاکستان په خاوره کې د هر ډول بریدونو د نهکېدلو تضمین ورکړي؛ خو د طالبانو پلاوي ویلي، چې د ټيټيپي موضوع د پاکستان کورنۍ او پخوانۍ ستونزه ده، او طالبان ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
د راپور له مخې طالبانو همدارنګه له پاکستاني لوري غوښتي، چې د خپلې خاورې له منځه دې داعش او نورې ډلې پرېنږدي چې د افغانستان پر ضد تخریبي بریدونه ترسره کړي، د افغانستان هوایي حریم دې نه نقضوي، او سیاست او سوداګري دې له یو بل څخه جلا وساتي.
سرچینې وایي، تمه ده دواړه لوري د پاتې اختلافونو د حل لپاره خبرې اترې دوام ورکړي.
