د افغانستان کیکبوکسینګ لوبډله د نړۍوال کیکبوکسینګ (WKF) فډراسیون په څارنه د جرمني په نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی دی.
دا سیالۍ د روان زیږیز کال د اکتوبر له ۲۶مې د نومبر تر لومړۍ نېټې د جرمني د تریر ښار په لوبغالي کې ترسره کېږي او د افغانستان لوبډلې سیالۍ به د اکتوبر له ۲۷مې پیل شي.
د افغانستان کیکبوکسینګ لوبډله په لاندې ترکیب سره په دغو سیالیو کې ګډون کوي, حمید جعفري، د لوبډلې سرپرست او په −۶۵ کیلوګرامه وزن کې لوبغاړی, غلام نبي محمدي، روزونکی او په −۶۰ کیلوګرامه وزن کې لوبغاړی, علي محمدي په −۵۵ کیلوګرامه وزن کې لوبغاړی, باحث عثمان، په +۹۵ کیلوګرامه وزن کې لوبغاړی, احمد رشید میرزاده، په −۷۵ کیلوګرامه وزن کې لوبغاړی.
د یادونې وړ ده چې په دغو سیالیو کې د نړۍ له ۴۰ هېوادونو څه باندې ۲۵۰۰ لوبغاړو ګډون کړی او ټولې سیالۍ په (K-1) سټایل کې ترسره کېږي.
