متحده ایالتونه

ټرمپ د جاپان لومړي وزیر سره د سوداګرۍ او له امریکا سره د یووالي په اړه خبرې کوي

رویټرز راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د خپل اسیايي سفر په دوام، نن (سې‌شنبې، د لړم ۶مه) د جاپاني له لومړي وزیر سانای تاکایچي سره لیده کاته او خبرې اترې وکړي.

د دغه راپور له مخې، «سوداګري او له متحده ایالاتو سره یووالی» به د دغې ګتنې اصلي چورلیزونه وي.

د دغه خبري اژانس سرچینو ویلي چې ښايي د جاپان لومړی وزیز په دې کتنه کې د امریکايي وانټونو (کوچني بار وړونکي موټرو) او د سویا د اخیستلو وړاندیز وکړي.

جاپان په اسیا کې د متحده ایالاتو اصلي نظامي متحد ګڼل کېږي او ژمن دی چې خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي.

دا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې لومړی سفر دی.

تر دې مخکې ښاغلي ټرمپ مالیزیا ته سفر کړی و او په دې سفر کې یې د تایلنډ او کمبوډیا ترمنځ د هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې هم ګډون کړی و.