سویلي آسیا

مارکو روبیو: امریکا له پاکستان سره د ستراتېژیکو اړیکو د پراخوالي په لټه کې ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، متحده ایالات غواړي له پاکستان سره خپلې ستراتېژیکې اړیکې پراخې کړي، خو دا به د هند په زیان نه وي.

روبیو د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، واشنګټن په سویلي آسیا کې د متوازنو اړیکو د ساتلو هڅه کوي او غواړي له ټولو هغو هېوادونو سره کار وکړي چې له امریکا سره ګډې ګټې لري.

هغه زیاته کړه: «موږ له پاکستان سره د ستراتېژیکو اړیکو د پیاوړتیا یو ښه فرصت وینو، دا د امریکا د پراخې بهرنۍ تګلارې برخه ده، څو له هغو هېوادونو سره همکاري وکړو چې له مونږ سره ګډ اهداف لري.»

روبیو ټینګار وکړ چې دا اړیکې د هند او امریکا د اوږدمهالو او تاریخي اړیکو ځای نه نیسي، بلکې دواړه اړیکې په خپل ځای مهمې دي.

هغه وویل، له پاکستان سره د امریکا اړیکې له هغه وړاندې بېرته راژوندي شوې وې چې د هند او پاکستان ترمنځ وروستي ترینګلتیاوې رامنځته شوې، او دواړو هېوادونو د اوږدې مودې همکارۍ، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ ضد مبارزې پر بنسټ اړیکې پیاوړې کړې دي.

روبیو زیاته کړه: «دا د خوښۍ خبره ده چې زموږ اړیکې له پاکستان سره د پخوا په پرتله لا ښې شوې دي، او دا پرمختګ نه د هند او نه هم د بل هېڅ هېواد پر زیان تمامېږي.»

د دغو څرګندونو پس منظر ته په کتو، د واشنګټن او اسلام‌اباد اړیکې له څو کلونو ډیپلوماټیکې سړې دورې وروسته بېرته د ښه‌والي په لور روانې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د هند او پاکستان ترمنځ د پوځي کړکېچ پر مهال د اوربند منځګړیتوب وکړ، هغه کړکېچ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په تېرو لسیزو کې تر ټولو جدي بلل شوی و.

پاکستان د ټرمپ د منځګړیتوب او د احتمالي جګړې د مخنیوي له امله نوموړی د نوبل د سولې جایزې ته وړاندیز کړی دی.

بل لور ته، ولسمشر ټرمپ په پرله‌پسې توګه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ د مشر فیلډ مارشال عاصم منیر ستاینه کړې ده.