د راپورونو له مخې، دا خبرې تر ډېره د پاکستان د امنیتي اندېښنو، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د کنټرول پر موضوع راڅرخي.
طالبانو ویلي چې د دوی پلاوي له پاکستاني لوري سره د یوې مسودې د طرحې د سپارلو پر مهال، له اسلاماباده غوښتي چې د افغانستان د هوایي حریم درناوی وکړي او طالبانو مخالفو ډلو ته د فعالیت اجازه ورنهکړي.
د طالبانو د پلاوي په دې مسوده کې د څلور اړخیز څار میکانیزم د جوړېدو وړاندیز هم شوی، څو د دواړو لورو تر منځ د اوربند او تړونونو د پلي کېدو څرنګوالی وڅاري.
بلخوا، د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستان طالبانو ته یوه واحد امنیتي طرحه وړاندې کړې، چې موخه یې د هغو وسلهوالو ډلو مخنیوی دی چې د پاکستان د امنیت پر ضد فعالیتونه کوي، په ځانګړې توګه د TTP د مهار موضوع.
د طالبانو تر ادارې لاندې ملي تلویزیون ته د طالبانو سرچینو ویلي چې د پلاوي له لوري وروستۍ مسوده د پاکستان استازو ته سپارل شوې ده، او په هغې کې یو ځل بیا د افغانستان د حریم د نهنقض غوښتنه تکرار شوې ده.
که څه هم د دواړو لورو د دوه ورځنیو خبرو ټول جزئیات لا نهدي رسنیز شوي، خو د پاکستان ځینې رسنیو د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې د اسلاماباد تمرکز په دې خبرو کې د هغو ډلو پر وړاندې د ګډ عمل پر څرنګوالي دی چې له ډیورنډ کرښې هاخوا لوري د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان پلاوي په دویم پړاو خبرو کې طالبانو ته یو واحد امنیتي پلان وړاندې کړی چې موخه یې له افغان خاورې د راپېښو هراړخیزو ګواښونو، په ځانګړې توګه د «TTP» د فعالیتونو مهار دی.
تېره ورځ د پاکستان د دفاع وزیر خبرداری ورکړی و، چې که خبرې له طالبانو سره بېپایلې پاتې شي، اسلاماباد به د طالبانو پر وړاندې ښکاره جګړه پیل کړي.
هغه ویلي وو: «موږ بله لاره هم لرو؛ که خبرې پایله ورنکړي، له افغانستان سره به ښکاره جګړه پیل کړو. اوس خبرې روانې دي، ښایي نن یا سبا یې پایلې روښانه شي.»
طالبانو تر اوسه د پاکستان د دې تازه خبرداري په اړه رسمي غبرګون نهدی ښودلی.
د طالبانو یوې سرچینې مخکې آمو ته ویلي وو، چې د مذاکراتو د دویم پړاو اجنډا کې د ډیورنډ کرښې امنیت، کډوالو، سوداګرۍ او ترانزیټ اړوند مسایل او د امنیتي همکارۍ د څار نوې میکانیزم جوړول شامل دي.
ځینې شنونکي بیا د طالبانو او د پاکستاني پلاوي ترمنځ د خبرو د څرنګوالي او محتوا په اړه نیوکې کوي او وايي چې دا به د افغانستان د حاکمیت د مشروعیت او خپلواکۍ پر تصویر اغېز ولري.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده چې دا خبرې سبا پای ته ورسېږي، او که دواړه خواوې توافق ته ورسېږي، نو د درې ورځنیو خبرو پایله به د ګډې اعلامیې له لارې اعلان شي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د لومړي پړاو د خبرو رسمي جزئیات، چې په دوحه کې شوي وو، لا هم نهدي رسنیزشوي. پاکستان ویلي چې د دغه تړون مواد محرم دي.
