افغانستان

د خوړو نړېوال پروګرام: افغانستان کې له هرو پنځه کسانو يو تن له لوږې سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د خوراکي وضعيت نږدې کړکېچن شوی او له هرو پنځه کسانو يو تن له جدي لوږې سره مخ دی. دا خبره د ملګرو ملتونو د جوړېدو د اتيايمې کليزې په مناسبت په خپره شوې خبرپاڼه کې شوې ده.

د یاد پروګرام د افغانستان دفتر ويلي، دا اداره له ۶۰ کلونو راهيسې د افغانانو ترڅنګ ولاړه ده او د بېړنيو خوراکي مرستو، د ژوند د بېرته رغونې او د ټولنو د پياوړتيا پروګرامونو له لارې مرسته کوي. په خبرپاڼه کې ټينګار شوی چې د نړيوالې ټولنې دوامدار ملاتړ د ميليونونو افغانانو د ژوند د ژغورنې لپاره حياتي دی.

د خوړو نړېوال پروګرام خبرداری ورکړی چې لوږه لا هم افغانستان تر خپلې منګولې لاندې نيولی، او په داسې حال کې چې د بشري مرستو اړتياوې ورځ تر بلې زياتېږي خو مالي سرچينې کمېږي او د تېرو څو لسيزو لاسته راوړنې له خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرېش، هم د دې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې د سازمان د سولې، انساني کرامت او پرمختګ د نړيوال ځواک په توګه يادونه کړې. نوموړي ټينګار کړی چې نړۍ بايد د ګډو هڅو له لارې د ستونزو حل ته ژمنه پاتې شي، ځکه چې هېڅ هېواد په يوازې سر دا ستونزې نه شي حل کولی.

افغانستان له ۲۰۲۱ کال راهيسې له تر ټولو سخت بشري ناورینونو سره مخ دی. د طالبانو له واکمنۍ وروسته نړيوالې مرستې کمې شوې، او د بنديزونو، وچکالۍ او اقتصادي ستونزو له امله ميليونونه افغانان له فقر او لوږې سره مخ شوي دي.

د نړېوال خوراکي پروګرام د تازه شمېرو له مخې، له ۱۵ ميليونو زيات افغانان له خوراکي ناامنۍ ځورېږي، چې تر ټولو زيات تاوان يې ښځو او ماشومانو ته رسېږي.

Top of Form

Bottom of Form