د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د تلې ۳۰ – د ۸ بجو خبرونه

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد کابل ته سفر کړی او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره یې لیدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې غیر رسمي لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو په لارو چارو هر اړخیز بحث وکړ.

که څه هم د خلیلزاد د سفر او له طالب چارواکو سره د هغه د لیدنې موخه لا هم روښانه نه ده، خو تر دې مخکې ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې په اړه له طالبانو سره د مذاکرې خبره کړې ده.