د چین د سوداګرۍ وزیر ویلي، چې د امریکا وروستي اقدامات د چین ملي ګټو ته تاوان رسولی او د دواړو هېوادونو تر منځیې د اقتصادي او تجارتي خبرو اترو فضا کمرنګه کړې ده.
چین ټینګار کوي چې د واشنګټن او بېجینګ ترمنځ د اړیکو پرېکون یا جلا والی نه منطقي دی او نه هم عملي.
د چین د سوداګرۍ وزیر «وانګ ونتائو» تېره جمعه د اپل شرکت له اجراییوي رئیس «تیم کوک» سره په پېکن کې د لیدنې پر مهال وویل، چې د چین او امریکا تر منځ د سوداګرۍ او اقتصاد په اړیکو کې وروستي ترینګلتیاوې د امریکا د محدودوونکو اقداماتو پایله ده.
وانګ وویل: “د امریکا اقداماتو نه یوازې زموږ اقتصادي ګټو ته زیان رسولی، بلکې د دواړو هېوادونو تر منځ د مذاکرې فضا یې هم کمزورې کړې ده.”
بلخوا، د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ يي» د نړیوالې مالي کمپنۍ «بلک سټون» له مشر «استفان شوارتسمن» سره په لیدنه کې ټینګار وکړ، چې د چین او امریکا اړیکې باید د سولې او ګډ ژوند پر اصولو ولاړې وي.
وانګ يي زیاته کړه: “د چین او امریکا اړیکې د نننۍ نړۍ تر ټولو مهمې دوه اړخیزې اړیکې دي. د دې اړیکو پرېکون نه منطقي دی، نه واقعبینانه.” هغه همداراز وویل، چې د دواړو هېوادونو لپاره سمه لاره دا ده چې د برابرۍ، متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ تعامل وکړي.
یادې څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې یو شمېر د نړیوالو شرکتونو مشران د بیجینګ د «تسینګهوا» پوهنتون د اقتصاد او مدیریت پوهنځي کلنۍ غونډې ته ورغلي وو او هلته یې له چيني چارواکو سره لیدنې وکړې.
په ورته وخت کې د چین او امریکا ترمنځ تجارتي کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی، وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، د چین له خوا د نادره معدني موادو پر صادراتو د “شدیدو محدودیتونو” له امله، واشنګټن به د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د چینایي توکو پر وارداتو ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفې ولګوي.
د ټرمپ ادارې څو میاشتې وړاندې هم اعلان کړی و چې غواړي د چین له خوا د سمندري صنعت پر کنټرول د فشار د کمولو لپاره له چین سره تړلو کښتیو څخه زیاتې تعرفې واخلي او د امریکا د کښتۍ جوړونې صنعت پیاوړی کړي.
د اکتوبر له ۱۴مې نېټې راهیسې چین هم پر هغو امریکایي کښتیو چې چینايي بندرونو ته داخلیږي، ځانګړې تعرفې پلي کړې دي. دا وضعیت د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي شخړو دوام ښيي.
