کډوالي

تهران کې د افغان کډوالو د ویستلو دویم پړاو پېل شو

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د تهران له بهارستان ښار څخه د افغان کډوالو د ویستلو دویم پړاو رسماً پیل شوی دی. د ایران چارواکي او دولتي رسنۍ د هغو افغان کډوالو په اړه چې اسناد نه لري، د «بې‌سنده بهرنیانو» اصطلاح کاروي.

د تهران د کډوالو او وګړو چارو عمومي ریاست ویلي، چې د دې طرحې د پلي کېدو له پیله تر اوسه له ۴۵۰۰۰۰ څخه زیات افغان کډوال له دغه ولایت څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د دغه ریاست چارواکي ادعا کوي چې شاوخوا ۷۰ سلنه دا ستنېدنې «رضاکارانه» ترسره شوې دي.

له بلې خوا، د ایران د یزد ولایت والي، محمدرضا بابايي، تر دې مخکې ویلي وو چې د افغان کډوالو ستونزه او د هغوی «غیرقانوني» ننوتل یوازې د پولو د جدي کنټرول له لارې حل کېدای شي.

هغه زیاته کړه: «د سرحدي ولایتونو له لارې د بهرنیو وګړو د تګ راتګ منظمول کولای شي د دغې ستونزې په حل کې مرسته وکړي.»

د یزد والي همدارنګه غوښتنه کړې چې د کډوالو چارو د ریاست د دفتر د پرانیستلو او د مهاجرینو د استوګنځایونو د سمون لپاره اړین بنسټونه او امکانات برابر شي.