د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، نن سهار وختي د پاکستاني ځواکونو له لوري د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ پر ځینو سیمو بریدونه شوي، چې له امله یې ۱۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۰۰ زیات نور ټپیان دي.
د مجاهد په وینا، د برید پر مهال پاکستاني لوري له سپکو او درنو وسلو کار اخیستی، چې د ملکي خلکو کورونو ته یې زیان اړولی دی.
هغه زیاتوي، د برید له پیل وروسته د طالبانو ځواکونو د ځوابي حملې اقدام وکړ، چې په نتیجه کې یې ګڼ شمېر پاکستاني سرتېري وژل شوي او د هغوی پوستې او وسایط له منځه وړل شوي دي.
مجاهد ټینګار کړی چې طالبان د خپلې خاورې، حریم او خلکو د دفاع حق ځان ته خوندي بولي او د هر ډول سرغړونې پر وړاندې به “قاطع غبرګون” ښکاره کړي.
تر اوسه د پېښې په اړه د پاکستان پوځ یا حکومت څه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
یاده نښته په داسې حال کې شوې، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ډیورنډ فرضي کرښه د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.
