Uncategorized @ps د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د تلې ۲۱ – د ۸ بجو خبرونه

د امریکا ولسمشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د بندولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.ډونالډ ټرمپ وايي، د جګړو په حل کولو کې تکړه دی او کله چې له اسرائیل راستون شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ به هم جګړه حل کړي.

له بلې خوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اسلام اباد هیله لري چې د افغانستان ولس ازاد شي او یو ولسواک او رښتینی استازی حکومت ولري.