افغانستان

یونسکو: افغانستان کې یوازې نجونې نه، هلکان هم له زده‌کړې بې‌برخې دي

د ملګرو ملتونو د علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان (یونسکو) په تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان د زده‌کړې کړکېچ یوازې د نجونو تر بندیز محدود نه دی، بلکې د هلکانو د زده‌کړې وضعیت هم په بې ساري ډول په خطر کې دی.

دغه راپور چې د یونیسف او یونسکو له لوري په ګډه چمتو شوی، د افغانستان د زده‌کړې نظام «په یو خطرناک پړاو» کې بولي، چیرې چې دواړه جنسونه له زده‌کړې څخه د محرومیت له لوړې کچې سره مخ دي.

په راپور کې ویل شوي چې د نجونو د منځنۍ کچې زده‌کړو بندیز له امله شاوخوا ۲.۲ میلیونه تنې تنکې نجونې له ښوونځیو محرومې شوې دي، خو دا ستونزه یوازې د ښځو پورې نه ده محدوده شوې. د هلکانو نوم‌لیکنه هم د ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۴ پورې په لوړو زده‌کړو کې ۴۰ سلنه راټیټه شوې ده. د راپور له مخې، دا یو جدي نښه ده چې د افغانستان د زده‌کړې نظام د کمزوري کېدلو حالت بیانوي.

یونسکو په خپل تحلیل کې لیکي چې د زده‌کړې د بنسټونو کمزورتیا، د ښوونکو کمبود، د نصاب ناڅرګند بدلونونه، د درسي موادو نشتوالی، او د ښوونځیو خراب وضعیت د زده‌کړې کیفیت تر ډېره له منځه وړی. نږدې نیمايي ښوونځي د پاکو اوبو، تشنابونو او تودوخې له اسانتیاوو بې‌برخې دي، او له ۱۰۰۰ زیات ښوونځي د جګړو او طبیعي پېښو له امله تړل شوي دي.

د یونسکو د ۲۰۲۱ د معلوماتو له مخې، د افغانستان د لوست کچه یوازې ۳۷ سلنه ده، د نارینه‌وو ۵۲ سلنه او د ښځو ۲۷ سلنه ده، چې دا کچه د نړۍ له ټیټ لوست څخه ګڼل کېږي. د راپور له مخې، که د زده‌کړې پر وړاندې محدودیتونه دوام وکړي، دا به په راتلونکو کلونو کې لا پسې راکمه شي.

یونسکو خبرداری ورکړی چې د ښځو د لوړو زده‌کړو بندیز به تر ۲۰۶۶ کال پورې د افغانستان اقتصاد ته شاوخوا ۹.۶ میلیارده ډالره تاوان ورسوي، چې دا د هېواد د اوسني ناخالص کورني تولید«جي ډي پي» نږدې دوه پر درېیمه برخه جوړوي.

دغه سازمان زیاتوي چې د زده‌کړې د بندیزونو دوام نه یوازې د ښځو اقتصادي ونډه له منځه وړي، بلکې د ټولنې د انساني پانګې جوړښت هم له منځه وړي. د یونسکو په باور، زده‌کړه د هر ماشوم لپاره د هیلې، ثبات، عزت او پرمختګ بنسټ دی، او د دې محرومیت به د راتلونکو نسلونو پر ذهني، اقتصادي او ټولنیز وضعیت ژور اغېز ولري.

یونسکو له طالبانو غوښتي چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو ټول بندیزونه سمدستي پای ته ورسوي، او د هلکانو د زده‌کړې د ټکنۍ کچې د بیا راژوندي کولو لپاره بنسټیز ګامونه واخلي.

دغه اداره له نړیوالو مرسته‌کوونکو، حکومتونو او مدني بنسټونو غوښتنه کوي چې د افغانستان د ښوونې او روزنې سکتور اوږدمهاله او دوامداره ملاتړ وکړي.

«د زده‌کړې له منځه وړل د راتلونکې د له منځه وړلو معنا لري. که افغانستان غواړي د سولې، ثبات او سوکالۍ لور ته لاړ شي، باید زده‌کړه د هر ماشوم حق وګرځي، نه امتیاز.»

یونسکو ټینګار کړی چې د ښوونکو د روزنې پراختیا، د ټولنو پر بنسټ د زده‌کړو ملاتړ، د ښوونځیو چاپېریال ښه کول، او د مهارت‌محوره زده‌کړو پراختیا هغه ګامونه دي چې کولای شي د افغانستان د ښوونې بهیر بېرته په پښو ودروي او د زده‌کړې هیلې راژوندي کړي.