سویلي آسیا

خیبرپښتونخوا کې د ټي‌ټي‌پي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کې ۱۱ پوځیان وژل شوي

ځايي سرچینو آمو ته ویلي، چې د خیبرپښتونخوا ایالت د کرم ولسوالۍ په یوه وسله‌واله نښته کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې، چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۱۱ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې په جګړه کې دوه نور پاکستاني پوځیان ټپیان شوي دي. د دوی په وینا، د ټي‌ټي‌پي یو شمېر غړي هم په دې نښته کې وژل شوي، خو د هغوی کره شمېر تر اوسه نه‌دی څرګند.

د راپورونو له مخې، دا نښته د سې شنبې په شپه (د تلې ۱۵مه) ناوخته شوې او څو ساعته یې دوام کړی دی.

یاده پېښه داسې مهال شوې چې د پاکستان استازي په مسکو کې د افغانستان په اړه د غونډې پر مهال د “ترهګرو ډلو د حضور” په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له افغان لوري یې د هغوی د فعالیتونو د مخنیوي غوښتنه کړې وه.

د پاکستان حکومت تر اوسه د یادې نښتې په اړه رسمي څرګندونې نه‌دي کړې.