د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د خوړو او کرنې نړېوال سازمان په مالي ملاتړ او د «این سي آر او» ادارې په تخنیکي همکارۍ، د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د شلو شنو خونو د جوړولو لړۍ پیل شوې ده.
د طالبانو د کرنې رییس محمدولي محسن وايي، دا شنې خونې د بېسرپرسته مېرمنو لپاره جوړېږي، څو د کرنیزو محصولاتو د تولید له لارې خپله اقتصادي وضعه ښه کړي. د ده په وینا، دغو مېرمنو ته به د سبو موسمي تخمونه، کرنیز وسایل او نور اړین توکي هم ورکړل شي.
محسن زیاتوي، د پروژې موخه دا ده چې له محدودې ځمکې څخه د زیات حاصل د ترلاسه کولو زمینه برابره شي، د بېوزله کورنیو ملاتړ وشي او د خوړو خوندیتوب پیاوړی شي.
د کرنې ریاست چارواکي وايي، د شنو خونو له جوړېدو وړاندې، یادو مېرمنو ته د بوټو کرلو، نرمکارۍ، د ناروغیو مخنیوي، اوبو لګولو او د حاصلاتو د ټولولو په برخو کې عملي روزنه هم ورکړل شوې ده.
شنه خونه یوه نوې کرنیزه طریقه ده چې د هوا، رطوبت او تودوخې د کنټرول له لارې د نباتاتو د چټک او موسمي محدودیتونو څخه ازاد تولید ته زمینه برابروي. په افغانستان کې، په ځانګړي ډول په ختیځو ولایتونو کې، د شنو خونو له لارې د سبو تولید نهيوازې د خوړو د خوندیتوب کچه لوړوي، بلکې د ښځو او بېسرپرسته کورنیو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه هم ګرځي.
