افغانستان

هسپانیا کې د طالب مشرانو د محاکمې ولسي محکمه دایرېږي

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده او د طالبانو د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني انځورونه.

یوه ولسي محکمه چې له لسګونو قاضیانو، څارنوالانو، د بشري حقونو له فعالانو، قربانیانو او د افغانستان له څلورو مدني بنسټونو جوړه شوې، نن په هسپانیا کې د طالبانو د مشرانو د محاکمې علني ناسته پیلوي.

سرچینو ویلي، تر اوسه لسګونه څارنوالان، قاضیان، قربانیان او د بشري حقونو فعالان ماډریډ ښار ته رسېدلي دي.

په دې محکمه کې د طالبانو مشران د ښځو او نجونو د حقونو د نقض او د سیاسي او ټولنیزو ازادیو د ځپلو له امله په غیاب کې محاکمه کېږي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د جرمونو نړېوالې محکمې هم د طالبانو د یو شمېر مشرانو، په ځانګړي ډول د هبت‌الله اخندزاده او د طالبانو د قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړی و.

دغه ولسي محکمه د طالبانو مشران د هغو کړنو په تور محاکمه کوي چې «د بشریت پر ضد جنایتونه» ګڼل شوي دي.