سرچینو آمو ته ویلي، د نیمروز ولایت د «ورېښمو لار» سرحدي بندر د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري د تګراتګ پر مخ تړل شوی دی.
تر اوسه د دې بندر د تړل کېدو لامل نهدی څرګند، او نه هم طالب چارواکو او د ایران حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه ویلي دي.
د ورېښمو لار بندر تېر ځل د سنبلې میاشتې په اوږدو کې هم د ایران د پولهساتو له لوري د یوې اونۍ لپاره تړل شوی و.
د ورېښمو لار بندر، چې د افغانستان د نیمروز ولایت د زرنج ښار په لوېدیځ کې موقعیت لري، د افغانستان او ایران ترمنځ یو له مهمو اقتصادي او ترانزیټي لارو څخه ګڼل کېږي. دا بندر د ایران د سیستان ـ بلوچستان ایالت او زابل ولایت سره نښلوي او د سوداګریزو توکو، تېلو، ساختماني موادو او د مسافرو د تګراتګ یوه مهمه لاره ده.
د ورېښمو لار له لارې هره ورځ سلګونه موټر د دواړو هېوادونو ترمنځ توکي لېږدوي. د بندر مکرر تړل کېدل د دواړو هېوادونو د سوداګرو او عامو خلکو پر ورځني ژوند ژور اغېز کوي. دا بندر په وروستیو کلونو کې د افغان کډوالو د اېستلو او بېرتهستنېدو لپاره هم د ایران له لوري کارول شوی دی.
