د نړیوالو ناورینونو د ارزونې بنسټ په یوه تازه راپور کې ویلي، د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو د مالي مرستو کمښت افغانستان له ژور اقتصادي رکود او د بشري ناورین له سخت ګواښ سره مخ کړی دی.
راپور رانغاړي، چې په افغانستان کې بېوزلي او محرومیت اوږده تاریخي ریښه لري. له ۱۷۰۰مو کلونو راهیسې، چې د نوي افغان دولت بنسټ کېښودل شو، ډېری وګړيو د کرنې پر بنسټ د ژوند اړتیاوې پوره کولې. د وچکالۍ او قحطۍ تکراري څپې – د ۱۸مې او ۱۹مې پېړۍ په اوږدو کې، او بیا له ۱۹۶۹ تر ۱۹۷۲ پورې هغه وچکالي چې تر نیم میلیون زیات افغانان یې ووژل – خلک تل له اقتصادي ضربو سره مخ کړي.
وروسته له ۱۹۷۹ کال څخه د پرلهپسې جګړو پایله دا شوه چې کرنیز سکټور زیانمن او میلیونونه افغانان بېوزله شول. د ۲۰۰۱ تر پایه افغانستان د نړۍ تر ټولو بېوزلو هېوادونو له ډلې و، چې له ۶۰ تر ۸۰ سلنه خلکو یې د ورځې له یو ډالر هم کم عاید درلود.
که څه هم په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا او ناټو پوځونو مداخله وشوه، او په لسګونه میلیارد ډالر د دولت د جوړښت او اقتصاد په نوم ولګول شول، خو بېوزلي هېڅکله له منځه لاړ نه شو. د جګړې په لومړیو کې د نړیوال بانک څېړنو ښودله چې بېوزلي یو څه راکمه شوې، خو د جګړې له اوږدېدلو او زور اخیستلو سره یوځای د بېوزلۍ کچه بېرته لوړه شوه؛ په ۲۰۰۷ کال له ۳۴ سلنه څخه په ۲۰۱۹ کال ۴۷ سلنې ته ورسېده.
دغه مرستې تر ډېره د افغانو لوړپوړو چارواکو جیبونو ته ولوېدې، فساد زور واخیست او اقتصاد ناسالمه بڼه غوره کړه. د ښارونو په ځینو برخو کې د جګړې اقتصاد د یو شمېر خلکو لپاره ګټور و، خو کلیوال چې د هېواد اکثریت جوړوي، په بېوزلۍ کې ډوب پاتې شول.
کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بېرته واکمن شول، افغانستان د نړۍ له سختو بشري او اقتصادي کړکېچونو سره مخ شو. د پراختیايي مرستو ناڅاپي بندېدل، د افغانستان بانک د بهرنیو زیرمو کنګل کېدل او د لویدیځ له لوري لګېدلي بندیزونه ټول هغه عوامل وو چې د هېواد اقتصاد یې په یوې شپې کې دننه ۲۰ سلنه راکم کړ. د افغانیو ارزښت په بېساري ډول راولوېد، او شاوخوا ۵۵ سلنه وګړي له خورا سختې د خوړو له ناامنۍ سره لاس او ګرېوان شول.
د پخواني حکومت له سقوط سره زرګونه کاري فرصتونه له منځه ولاړل، په ځانګړي ډول د ښارونو اوسېدونکي له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شول. که څه هم د پراخې لوږې په خبرونو کې اغراق شوی و، خو ډېری افغانانو د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو توان نه درلود.
په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو پلاوي د ناروې پلازمېنې اسلو ته سفر وکړ او هلته یې ژمنه وکړه چې د نجونو ښوونځي به بېرته پرانیزي، د بشري حقونو رعایت به کوي او نړېوالو قوانینو ته به غاړه ږدي. په همدې وخت کې لویدیځو استازو د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو او مالي بندیزونو د نرمښت بحثونه وکړل. د خبرو په پای کې د طالبانو د اقتصاد ملاتړ ژمنه هم خپره وشوه؛ خو ډېر ژر دا ژمنه له منځه ولاړه، ځکه طالبانو خپله وعده ماته کړه او د نجونو ښوونځي یې بېرته وتړل.
د امریکا په ګډون نړیوالو مرسته کوونکو په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان ته ۳.۸ میلیارد ډالره بېړنۍ مرستې ورکړې چې دا د مخکني کچې په پرتله ۴۱۵ سلنه زیاتوالی و. ملګرو ملتونو حتا په کابل کې د بانکدارۍ د بندیزونو د حل لپاره په فزیکي ډول د ډالرو لیلام پېل کړ. همدا مرستې وې چې د لوږې کچه یې ټیټه کړه او اقتصاد یې په یوې ټیټې خو نسبي باثباته کچې درولی و.
د راپور له مخې افغانستان ورځ تر بلې د بېوزلۍ او اقتصادي کړکېچ په ژورو کې ډوبېږي. دا وضعیت وروسته له هغه نور هم خراب شو چې امریکا او ګڼو لویو نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو له ۲۰۲۱ کال وروسته خپلې بشري مرستې په پراخه کچه راکمې کړې. دغه مرستې هغه یوازینی ملاتړی ځواک و، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د هېواد اقتصاد تر یوه بریده ژوندی ساتلی و. اوس د مرستو پرېکون د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر ژوند ډېر دروند بار اچوي، ځکه د عامه خدمتونو کچه ورځ تر بلې راټیټېږي.
د راپور له مخې، په پېل کې هغه هېوادونه چې له افغانستان سره جغرافیایي نږدېوالی لري، د تعامل لپاره ډېر مایل وو، خو د پراخې پانګونې جرئت یې نه کاوه. چین، روسیه او د منځنۍ آسیا هېوادونو استازو لویدیځ ته وویل چې د افغانستان ډېری زیربناوې د ناټو د جګړې پر مهال ویجاړې شوې، نو باید د بیا رغونې لګښت هم د امریکا او متحدینو پر غاړه وي.
سره له دې، ځینې عملي ګامونه هم پورته شول. په ۲۰۲۳ کې د لومړي ځل لپاره د ګمرکي همغږۍ له لارې له چین نه تر افغانستان د لارو د بار وړلو پروسه یوازې لس ورځې وخت ونیوه. د ټرانزیټي لارو د ښه کېدو سره هیله وه چې د منځنۍ آسیا سوداګر له افغان لارو نړيوالو بازارونو ته لاسرسی ومومي. خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي تاوتریخوالي، او د چین د ۵۴۰ میلیونه ډالرو د تیلو پروژې د ټکني کېدو له کبله دا هیلې نیمګړې پاتې شوې.
خو له ۲۰۲۴ کال راهیسې دا مرستې په چټک ډول راکمې شوې، او په ۲۰۲۵ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پرېکړې له مخې د امریکا ټولې مرستې ودرېدې. اوس د روغتیا سلګونه مرکزونه تړل شوي، د اوبو رسولو سیستمونه د ساتنې نشتوالي له امله له کاره لوېدلي او د ښځو او ماشومانو د ملاتړ ګڼ پروګرامونه له منځه تللي دي.
راپور وایي، د نړیوالو مرستو ناڅاپي پرې کېدل د افغانستان کمزوری اقتصاد نور هم زیانمن کړی او د خلکو ژوند یې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی. د څښاک اوبو سیستمونو خرابېدل، د خوراکي توکو کمښت او بېوزلۍ زیاتوالی د دغو پرېکړو مستقیمې پایلې ګڼل شوي دي.
طالبان د لویدیځو هېوادونو له لوري د ټولنیزو محدودیتونو پر وړاندې مشورې نه مني، خو د اقتصاد په برخه کې د نړیوالو معیارونو په اړه د خبرو لیوالتیا لري. د هغوی د پنځه کلن اقتصادي پلان له مخې، غواړي د سوداګرۍ نوي قوانین جوړ کړي، نړیوال بانکي اصول ومني او حتا د ښځو د سوداګرۍ د فرصتونو خبره کوي؛ خو د دې تر څنګ، د طالبانو ځینې چارواکي په ډاګه مني چې د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیزونو دوام به افغانستان په اقتصادي لحاظ شاته وساتي.
طالبان استدلال کوي چې که لویدیځ هېوادونه د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي، بندیزونه پورته کړي او د سوداګرۍ لارې پرانیزي، هېواد به ډېر لږ بهرنیو مرستو ته اړتیا ولري.
د نړیوالو مرستندویانو لپاره اوس لویه پوښتنه دا ده چې څنګه له یوې خوا بشري ناورین مهار کړي، له بلې خوا طالبانو ته مشروعیت ور نه کړي. د نړیوالو ناورینونو د مخنوي بنسټ وړاندیز کړی چې د امریکا له شا تګ وروسته باید اروپایي او سیمهییز هېوادونه د افغانستان د اقتصادي ملاتړ مشري پر غاړه واخلي.
راپور زیاتوي چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې خبرې باید چټکې شي، څو د مرستندویانو د تنظیم او د افغانانو د ژوند د خوندي کولو لپاره حللاره وموندل شي.
افغانستان د نړۍ د سیاستونو په لوبه کې د یوې قرباني بڼه غوره کړې ده. د بندیزونو او مرستو ګډ سیاست ولس له لوږې، بېوزلۍ او ناچارۍ سره مخ کړی، په داسې حال کې چې طالبان خپلې ایدیولوژیکې پرېکړې له لاسه نه ورکوي.
که نړیواله ټولنه د افغانستان د اقتصاد د بیا ژوندي کولو لپاره یوه منل شوې لاره و نه مومي، د لوږې، کډوالۍ او ترهګرۍ نوې څپې به نه یوازې افغانانو، بلکې د سیمې او نړۍ ثبات ته هم ستر ګواښ پېښ کړي.
په راپور کې ویل شوي چې د مرستو کمښت به طالبان په مستقیم ډول کمزوري نه کړي، خو د افغانستان د خلکو ژوند یې له سخت ګواښ سره مخ کړی دی. که نړیواله ټولنه لاس په کار نه شي، بېوزلي به نوره هم پراخه شي، ناپوهي به ریښې وکړي، جنګي فضا به رامنځته شي او سیمه به د بېثباتۍ نوي ګواښونه تجربه کړي.
