افغانستان

د کونړ له زلزله‌ ځپلو سره د عربي اماراتو د مرستو تازه جوپه کابل ته ورسېده

د افغانستان ختیځو سیمو د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د متحده عربي اماراتو د مرستو لړۍ روانه ده او تازه محموله یې کابل ته رسېدلې ده.

د دې نوې جوپې په رسېدلو سره، تر اوسه اماراتو د زلزله‌ ځپلو لپاره له ۳۶۸۱ ټنو ډېر خوراکي توکي، د استوګنې وسایل او درمل لېږلي دي.

د اماراتو د دفاع وزارت د ګډو عملیاتو قوماندانۍ ویلي، د هوايي او سمندري “مرستندوی پُل” له لارې هڅې روانې دي څو د زلزلې له قربانیانو سره پر وخت مرسته وشي. ورسره، په کور دننه هم مرستې برابریږي څو په چټکۍ سره اړمنو کسانو ته ورسېږي.

د زیانمنو سیمو اوسېدونکیو د اماراتو له مشرتابه او ولسه د نه ستړې کېدونکو بشري مرستو مننه کړې ده. هغوی ویلي، دا مرستې د دواړو هېوادونو د نږدې اړیکو څرګندونه کوي او د اماراتو هغه انساني دریځ ښيي چې تل د طبیعي پېښو او کړکېچونو پر مهال له زیانمنو شویو سره مرسته کوي.

د سیمې اوسېدونکو د اماراتي ساحوي ډلو د هلو ځلو ستاینه هم وکړه چې په زیانمنو سیمو کې پر وخت د مرستو د وېش لپاره هلې ځلې کوي او د خلکو بېړنۍ اړتیاوې پر وخت پوره کوي.

د راپورونو له مخې، د کونړ وروستۍ زلزلې سختې انساني او مالي زیانونه اړولي دي. په دې زلزله کې لږ تر لږه ۲۲۰۵ تنه خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۳۶۴۰ زیات کسان ټپیان شوي دي. همدارنګه، شاوخوا ۵۴۰۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او زرګونه کورنۍ بې‌کوره شوې دي، چې د اغېزمنو شویو خلکو د عاجلو اړتیاوو پوره کولو لپاره پراخو بشري مرستو ته بیړنۍ اړتیا لیدل کېږي.