د بشري حقونو د څار بنسټ د طالبانو له لوري د انټرنېټ بندیز یو «غیرمسئولانه اقدام» بللی او ویلي یې دي چې دې پرېکړې د میلیونونو افغانانو د زدهکړو، روغتیايي خدمتونو، کارونو او معلوماتو ته د لاسرسي حقونه له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.
طالبانو د سپتمبر په وروستیو کې په شمالي ولایتونو کې لومړی د نوري فایبر شبکې بندې کړې او د سپتمبر پر ۲۹مه یې په پلازمېنه کابل کې د موبایل او فایبر دواړه شبکې ودرولې، چې په پایله کې د ټول افغانستان انټرنېټ بشپړ پرې شو.
فرشته عباسي، چې د دغه سازمان د افغانستان برخې څېړونکې ده، وايي: «د طالبانو لخوا د انټرنېټ پرېکون د خلکو ژوند له کړکېچ سره مخ کړی او د زدهکړو، روغتیا او معلوماتو ته د لاسرسي اساسي حقونه یې له منځه وړي. طالبانو باید سمدستي دا بندیز پای ته ورسوي.»
د بندیز له پیل وروسته کاروبارونه ګډوډ شوي، پروازونه ځنډېدلي او د زرګونو زدهکوونکو، په ځانګړي ډول د نجونو، انلاین زدهکړې درېدلې دي. کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا اقدام به ښځې او نجونې لا نورې منزوي کړي، ځکه همدا انټرنېټ د زدهکړې، کار او د ټولنیزو خدمتونو وروستۍ لاره ورته پاتې وه.
د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کړی چې انټرنېټ نن د خلکو د ورځني ژوند یوه نه بېلېدونکې اړتیا ده او طالبان باید د دې پرېکون زیانونه درک کړي او ژر تر ژره یې پای ته ورسوي.
