په پکتیا ولایت کې د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ د شري ناروغۍ پر وړاندې لس ورځنی کمپاین پیل شوی دی.
د طالبانو د عامې روغتیا مسؤلین وایي، د ټولو ولسوالیو په کچه به له شپږ میاشتنیو تر لس کلونو پورې ماشومان واکسین شي. د دوی په وینا، دا بهیر د ۱۰۵۲ روغتیايي کارکوونکو له لوري عملي کېږي او د جوماتونو له لارې به یې پوهاوی هم پراخېږي.
په غزني ولایت کې هم ورته لس ورځنی کمپاین پیل شوی دی. د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې به نږدې ۷۰۰ زره ماشومان، چې له نهو میاشتو پورته تر لس کلونو عمر لري، واکسین شي. چارواکي زیاتوي، یوازې په تېره یوه میاشت کې د شري ناروغۍ له امله پنځه ماشومان مړه شوي او نږدې ۱۵۰۰ ناروغانو روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې ده. د دې کمپاین د عملي کولو لپاره له دوه زره زیات روغتیاپالان ګمارل شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کوي چې شری لا هم د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د ماشومانو د مړینې له اصلي لاملونو څخه دی، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د واکسین پوښښ پکې کم دی.
کارپوهان زیاتوي، که څه هم شری د واکسین له لارې په بشپړ ډول د مخنیوي وړ دی، خو په افغانستان کې د بېوزلۍ، کډوالۍ او د روغتیايي خدمتونو د کموالي له امله ډېری ماشومان واکسین ته پر وخت لاسرسی نه لري. د هغوی په باور، د شري خپرېدل نه یوازې د ماشومانو ژوند ګواښي، بلکې پر کورنیو اقتصادي او ټولنیز اغېز هم پرېباسي.
