کډوالي

ایران او پاکستان تېره ورځ له ۶۰۰۰ زیات افغانان له خپلو هیوادونو وایستل

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د وروستي راپور له مخې، یوازې پرون ورځ(یکشنبه) له ایران او پاکستان څخه ۶۳۴۸ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي.

راپور څرګندوي، چې دغه کډوال د هېواد له بېلابېلو لارو — اسلام‌کلا، ورېښمو، سپین‌بولدک، تورخم او بهرامچې — ولایتونو او مرکز کابل ته راستانه شوي دي. د تورخم له لارې ۲۵۳۸ تنه، له سپین‌بولدک څخه ۲۲۷۹ تنه، له اسلام‌کلا څخه ۷۶۱ تنه، له بهرامچې څخه ۶۴۲ تنه او له ورېښمو لارې ۵۳۷ تنه راستانه شوي، چې له دې ډلې زیات شمېر کډوال د اړوندو ادارو له لوري ثبت، بایومیټریک او بیا خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

د راپور له مخې، د راستانه شوو کډوالو لپاره د ثبت، لېږد، نغدي مرستو، روغتیايي پاملرنې، خوراکي توکو او مخابراتي اسانتیاوو برخو کې بیړني خدمات برابر شوي دي.

راپور زیاتوي، چې طالبان هڅه کوي د راستانه شویو مهاجرینو د جذب، انتقال، ځای پر ځای کېدو او مرستو بهیر په منظم ډول پر مخ یوسي، څو له مهاجرت وروسته، دغه هېوادوال له سختو ستونزو سره نه‌مخامخ کېږي.

د وروستیو کلونو ناامنیو، اقتصادي ستونزو او نورو عواملو له امله میلیونونه افغانان اړ شوي چې له هېواده کډه وکړي، خو اوس د ګاونډیو هېوادونو له لوري د کډوالو د شړلو بهیر چټک شوی دی. هره ورځ زرګونه افغان کډوال د ایران او پاکستان له بېلابېلو لارو څخه هېواد ته راستانه کېږي، چې ډېری یې په اجباري توګه ایستل کېږي.