د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې، سیما باهوس ویلي چې دغه سازمان له اروپايي ټولنې سره د افغان ښځو د ملاتړ او د جنسیتي برابرۍ د پیاوړتیا لپاره نوی تړون لاسلیک کړی دی.
باهوس که څه هم د تړون جزئیات نه دي څرګند کړي، خو ټینګار یې کړی چې د افغانې ښځې او نجونې له سخت شاتګ سره مخ دي او د نړیوالې ټولنې تر ټولو ډېر ملاتړ ته اړتیا لري.
نوموړې تازه د ملګرو ملتونو په یوې ناستې کې ویلي، افغانې ښځې او نجونې د اوسني ناورین تر ټولو دروند بار پر اوږو لري او له لوږې او تاوتریخوالي سره لاس او ګرېوان دي.
هغې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د لوړې کچې په یوې غونډه کې، چې د ښځو د څلورم نړیوال کنفرانس د درېیمې لسیزې د نمانځنې په پار جوړه شوې وه، زیاته کړه: «ښځې او نجونې په کړکېچونو او ناورینونو کې له لوږې او تاوتریخوالي سره مخ دي. له افغانستان، کانګو، غزې، سوډان، اوکراین، تر یمن او هاخوا پورې ښځې د ناورین تر ټولو دروند بار پر غاړه لري. موږ د هغوی پوروړي یو چې د سولې د ټینګښت لپاره باید هېڅ هڅه نیمګړې پرې نه ږدو.»
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه ویلي، د افغانستان او فلسطین ښځې او نجونې په قصدي او منظم ډول تر برید او له منځه وړلو لاندې دي.
