لویدیځه اسیا

ایران او امریکا د اټومي کړکېچ اړوند خبرو کې نرمي ښودلې

ایران او امریکا د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډو کې د اټومي کړکېچ د حل په اړه د خبرو د بیا پيل نښې ښودلې دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزیشکیان د غونډې پر مهال وویل چې تهران هېڅکله د اټومي وسلو د جوړولو نیت نه لري. څو ساعته وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ استازي سټیو وټکوف په نیویارک کې وویل، واشنګټن له ټولو سره خبرو ته چمتو دی او دنده یې د ستونزو حل دی، نه د زیان رسونه.

د ایران او امریکا ترمنځ تر دې مخکې څو پړاوونه خبرې شوې وې، خو د یورانیمو د غني کولو پر سر اختلافاتو د پرمختګ مخه ډب کړې وه. د ایران یوې سرچینې ویلي چې په تېرو اوونیو کې د منځګړو له لارې امریکا ته د خبرو د بیا پيل پیغامونه استول شوي، خو ځواب نه دی ورکړل شوی.

اروپایي هېوادونه – بریتانیا، فرانسه او جرمني – د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بېرته لګولو بهیر پیل کړی چې د سپتمبر په ۲۷مه پای ته رسېږي. هغوی وړاندیز کړی که ایران د اتومي ارزونې مخه نه نیسي او له امریکا سره خبرو ته کښیني، د بندیزونو پلي کېدل به تر شپږو میاشتو وځنډول شي.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د خپل ایراني سیال له کتنې وروسته وویل، لا هم د موافقې فرصت شته، خو وخت ډېر کم دی او پرېکړه د ایران په لاس کې ده.

دیپلوماتان خبرداری ورکوي چې که موافقه ونه شي، نو د ملګرو ملتونو ټول بندیزونه به پر ایران بېرته ولګول شي، چې پکې د وسلو بندیز، د یورانیمو د غني کولو درول، د بالستیک توغندیو محدودیتونه او د ایران پر وګړو او ادارو د سفر او شتمنیو بندیزونه شامل دي.