افغانستان

سرچینې: په نورستان کې د غر ښوېدو له امله دوه تنه مړه او دوه نور ټپیان شول

عکس از رویداد لغزش کوه در نورستان

سرچینو آمو ته ویلي چې په نورستان ولایت کې د غر د ښوېدو له امله دوه تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د نورستان-کنړ پر عمومي سړک شوې او قربانیان یې هغه کارګر دي چې په همدې لاره کې پر کار بوخت وو.

سرچینو زیاته کړې چې دا پېښه نن د چهارشنبې، د تلې په دویمه، د پارون ښار اړوند د چتراس په سیمه کې رامنځته شوې ده.

ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوی روغتیايي حالت نازک بلل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د افغانستان ختیځ ولایتونه له سختو زلزلو سره مخامخ شول چې له امله یې په کونړ ولایت کې تر ۲۲۰۰ زیات کسان مړه، شاوخوا ۵۰۰۰ ټپیان، زرګونه کورونه ویجاړ او لسګونه زره کسان بې‌سرپناه شول. له دې امله د طبیعي پېښو له خطرونو سره د سیمې د خلکو اندېښنې نورې هم زیاتې شوي دي.