د طالبانو د کډوالو او بېرته راستانه شوو چارو کمېسیون د تازه معلوماتو له مخې، د تلې میاشتې په لومړۍ نېټه، له ایران او پاکستان څخه ټول ۷،۷۷۲ تنه افغان کډوال هېواد ته بېرته راستانه شوي دي.
د راپور له مخې، له دې شمېر څخه ۶،۳۲۳ تنه له پاکستان څخه د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې له لارو، او ۱،۴۴۹ تنه نور له ایران څخه د اسلامکلا او ورېښمو له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
د بېرته راستانه شویو افغانانو له جملې، ۱،۵۳۹ کورنۍ ثبت شوې، ۸۳۸ کورنۍ انتقال شوې، او ۱،۲۲۴ کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورکړل شوې دي. همداراز، د راستانه شویو کډوالو لپاره ۱،۰۸۵ سیمکارټونه وېشل شوي، او د نغدي مرستو په ترڅ کې ورته نږدې ۱۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې دي.
د کډوالو د چارو مسؤلین وايي چې دا لړۍ به دوام ومومي او هڅه کوي چې راستانه شويو افغانانو ته د استوګنې، روغتیا، مخابراتو، اسنادو، او اقتصادي مرستو په برخو کې لازمې آسانتیاوې برابرې کړي، څو هغوی وکولای شي د نوې ژوند پیل له شته امکاناتو سره وکړي.
