افغانستان

طالبانو په هلمند کې د پاکستان پر لور قاچاق کېدونکي مس او سُرب ونیول

عکس از محموله‌ مس و سربی که قرار بود به پاکستان قاچاق شود

د طالبانو د هلمند د پولیسو قومندانۍ وايي، دوی د مسو او سُربو یو بار ضبط کړی چې پاکستان ته قاچاق کېدلو.

د پولیسو د قومندانۍ ویاند عزت‌الله حقاني ویلي، په دې بار کې ۵۷۸ د سُرب خښتې او ۸۹ د مسو بستې شاملې وې.

د نوموړي په وینا، دغه بار د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې هغه مهال ونیول شو، چې د یو بار وړونکي موټر په وسیله پاکستان ته لېږدول کېدلو.

خو یادو مسوولینو په دې اړه څه نه دي ویلي چې د دې قاچاق په تړاو څوک نیول شوی دی که نه؟