کډوالي

د زرند څارنوال: د ناقانونه افغان کارګرو په ګمارلو به قانوني چلند کېږي

د ایران د زرند، د عامه څارنوالۍ مشر رضا یعقوبي د پیستې فصل د حاصلاتو د راټولولو له پیل سره هممهاله په یوه غونډه کې ټینګار وکړ چې د بې‌سنده افغان کارګرانو په ګمارلو به کلک قانوني چلند وشي.

یعقوبي د جرم د مخنیوي د کاري ډلې په غونډه کې وویل چې دا پړاو د بزګرانو لپاره ډېر حساس دی او هر ډول بې غوري کېدای شي د هغوی د یو کلن زحمت پایلې له منځه یوسي.

هغه د نورو کسانو په باغونو کې د څارويو د څړولو په اړه خبرداری ورکړ او څرګنده یې کړه چې دا کار نه یوازې سږکال ونو ته زیان رسوي، بلکې د راتلونکو کلونو حاصلات هم کموي. د ده په وینا، د اسلامي جزا قانون د ۶۸۴مې مادې له مخې دا عمل جرم ګڼل کېږي او مرتکب یې د بند او کوړو سزا لري.

په غونډه کې د محصول د غلا د مخنیوي پروګرام هم وڅېړل شو. یعقوبي بې‌سنده افغان کارګران د پيستې د باغونو لپاره جدي ګواښ وباله او ویې ویل چې د هغوی په ګمارلو کلک بندیز لګېدلی دی.

د پرېکړې له مخې، د اوبو پمپونو مالکان او مدیران باید د غیربومي کارګرانو د هویت اسنادو سره یوځای پولیسو ته وسپاري، او د پيستې د پېر او پلور کوونکو مشخصات هم امنیتي پوستو ته وړاندې شي.

یعقوبي د کارګرو لپاره د عادلانه مزد ټاکل اړین وبلل او زیاته یې کړه چې د مزد په بې‌عدالتۍ کېدای شي د شخړو او ناوړه استفادو لامل شي. هغه باغدارانو ته سپارښتنه وکړه چې د پولیسو په همغږۍ د باغونو د ساتونکو د منظمولو لپاره اقدام وکړي.

د زرند څارنوال  وايي، دا اقدامات یوازې د روان کال د غلاوو د مخنیوي لپاره نه دي، بلکې موخه یې د راتلونکو کلونو د حاصلاتو تضمین، د ټولنیز عدالت ټينګښت او د محصول دایمي امنیت دی.