د واشینګټن پوسټ د څېړنیز راپور له مخې، د طالبانو واکمني په څلور کالونو کې یوازې روسیې په رسمیت پېژندلې، خو اروپایي هېوادونه او ځینې سیمه ییز شریکان د عملي اړتیاوو له امله له طالبانو سره د تعامل لارې لټوي.
راپور وايي، په اروپا کې د کډوالو پر ضد د سیاسي ګوندونو د ملاتړ زیاتېدو حکومتونه اړ کړي چې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړي. په همدې لړ کې، آلمان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دوه استازي د قونسلګرۍ د چارو لپاره منلي دي، څو د هغو افغانانو د بېرته ستنولو پروسه تنظیم کړي چې د کډوالۍ غوښتنې یې رد شوي دي.
په راپور کې راغلي، ډېری هېوادونه په ښکاره ډول طالبان نه پېژني، خو په عمل کې له دوی سره تماسونه زیات شوي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر اعزاز احمد چودري ویلي: «طالبان که څه هم په رسمیت نه دي پېژندل شوي، خو په عمل کې د افغانستان واکمنان بلل کېږي او د هېوادونو اړخ ته ورڅخه سترګې پټول نور ممکن نه دي.»
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تازه ویلي چې واشنګټن د بګرام پوځي اډه بېرته ترلاسه کولو هڅې کوي. هغه ادعا کړې چې دا اډه د ستراتیژیک اهمیت له امله د امریکا لپاره مهمه ده. طالبانو بیا په ځواب کې ټینګار کوي چې هېڅ ډول بهرنی پوځي حضور به په افغانستان کې ونه زغمي.
کارپوهان باور لري، د اروپا، امریکا او د سیمې هېوادونه د بیلابیلو اړتیاوو له مخې له طالبانو سره تعامل ته اړ شوي دي. په اروپا کې د کډوالو د ستنولو اړتیا، د امریکا او طالبانو ګډ دښمن “داعش خراسان”، او د ګاونډیو هېوادونو لپاره د افغانستان د ترانزیټ او سوداګرۍ ارزښت هغه عوامل دي چې طالبانو ته یې د خبرو فرصت ورکړی دی.
سره له دې، د طالبانو حکومت د ښځو پر زدهکړو، کار او د بیان پر ازادۍ سخت بندیزونه لګولي دي، چې له کبله یې د لوېدیځو هېوادونو رسمي پېژندنه لا هم لرې ښکاري. یو شمېر دیپلوماتانو واشینګټن پوسټ ته ویلي چې له طالبانو سره تعامل اوس مهال یوازې پر بشري مرستو، امنیتي همکارۍ او کډوالو چارو محدود دی.
شنونکي وايي، که څه هم طالبانو د نړیوالې انزوا د ماتولو هڅې پیل کړې، خو د هغوی پر حکومت د اعتماد کچه کمه ده. د آلمان یوه بشري فعالې ویلي: «د افغان کډوالو ایستل په حقیقت کې طالبانو ته مشروعیت ورکوي، حال دا چې دوی د جنګي جرمونو تورونه پر اوږه لري.»
