افغانستان

جاپان د کونړ له زلزله‌ځپلو سره یو میلیون ډالر نوره مرسته اعلان کړه

جاپان د افغانستان ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول د کونړ له وروستیو زلزله‌ځپلو سره د یو میلیون امریکایي ډالرو بشري مرسته سمدلاسه اعلان کړه.

دغه مرسته د جاپان د سفارت مرستیال مای کیو ایزاوا د طالبانو د اقتصاد وزیر دین محمد “حنیف”، د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکتر نعیم، او د UNOPS ادارې مسؤلې مېرمن “چی با” سره د لیدنې پر مهال اعلان کړه.

د جاپان د سفارت مرستیال د زلزله‌ځپلو کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ وویل، دغه مرسته، چې پکې د خوړو توکي، روغتیايي خدمتونه، څښاک اوبه او حفظ‌الصحه شامل دي، د نړیوالو سازمانونو له لارې به د افغانانو لاس ته ورسېږي.

ښاغلي ایزاوا دا هم زیاته کړه چې د جاپان پلتفورم (جې پي ایف) په نوښت به بله بشري مرسته هم چې ۱.۳۳ میلیون ډالره ارزښت لري، د جاپان دولت په مالي ملاتړ افغانستان ته ورکړل شي.

د اقتصاد وزیر له دې بشري مرستو مننه وکړه او له جاپاني لوري یې غوښتنه وکړه چې د کابل ښار د څښاک اوبو د برابرولو هغه مهم پروژه بېرته پیل کړي، چې په ۲۰۲۰ کال کې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (JICA) له خوا ۲۴ میلیون ډالرو په ارزښت تمویله شوې وه، خو له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې کار ځنډېدلی دی.

د جاپان سفارت مرستیال ډاډ ورکړ چې د څښاک اوبو د پروژې د بېرته فعالېدو موضوع به له اړوندو جاپاني ادارو سره شریکه کړي او د هر راز پرمختګونو په اړه به د افغانستان د اقتصاد وزارت ته ژر خبر ورکړي.